د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرو ته مرستې ودروئ، کورونه په ویر مه لړئ: شېربانو


جینیوا- د پاکستان د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر لور، شېربانو تاثیر د بشري حقونو په اړه یوې غونډې ته وینا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ د میاشتې اتمه
جینیوا- د پاکستان د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر لور، شېربانو تاثیر د بشري حقونو په اړه یوې غونډې ته وینا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ د میاشتې اتمه
ژباړه: مشال راډیو

په برېتانیوي ورځپاڼه ټايمزکې د پاکستان د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثير د لور شېربانو تاثير لیکنه خپره شوې ده. نوموړې لیکي: ((په پاکستان کي سخت دريځي د مدرسو زېږنده ده. په پاکستان کي ۱۵۰۰۰ مدرسې جوړې شوې دي، چې ۸۰ فيصده يې د سخت دريځه او جهادي اسلام درس ورکوي. ملايان د ماشومانو يو داسې نسل روزي چي د کرکي کاروباريان دي، او دا فکر کوي چي د اسلام تر ټولو لوی خدمت جهاد دی، او دا د تاوتریخوالي له لارې راتلای شي)).

شېربانو تاثير ليکي: (( ټولې مدرسې بدې نه دي. زما نيکه فیض احمد فیض هم په مدرسه کي زدکړې تر لاسه کړې وې چي يو شاعر وو او د سوېلي آسيا لومړی کس وو چي له کیمرج پوهنتون څخه یې په ادبياتو کي پي اېچ ډي کړې وه، خو د نن سبا سرزوره ملايان د تنکيو ځوانانو او ماشومانو ذهنونه خرابوي او دې ته یې نه پرېږدي چې له نړۍ سره په تماس کې شي، بلکې دا ورښيې چي غېر مسلمانان يا د نورو اسلامي فرقو خلګ څنګه ووژني)).

نوموړې لیکي چي په مدرسه کي ۸ کلن يا ۹ کلن ماشوم په تاريخ، رياضي او ساينس نه پوهيږي، خو په دې خبر دی چي په کلاشنکوف څنګه ډزې کېږي او ځانمرګی جاکټ څنګه تړل کېږي. دې ماشومانو ته دا نه ښودل کېږي چې ژوند څنګه کېږي، بلکې دا ورښودل کېږي چې ځان څنګه وژل کېږي!!

د پنجاب د وژل شوي والي لور شېربانو تاثیر لیکي چې د پاکستان کمزوری حکومت د سخت دريځو غوښتنو ته غاړه ږدي، او بې رحمه پوځ او استخباراتي ادارې يې دوه مخې تګلاره پر مخ بيايي. شېربانو په پای کې ليکي: (( پکار ده چي په سمدستي ډول پر ترهګرو مرستې په ټپه ودرول شي، چي دا ډول زما په څېر د يو بل چا کور په وير ونه لړل شي)).
XS
SM
MD
LG