د لاسرسي ځای

جنوبي وزیرستان:د بېپیلوټه الوتکو برید، اته وژل شوي


پر قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې اته وسله وال پنجابي طالبان وژل شوي.
په سیمه کې د یوه عیني شاهد حفیظ الله په خبره برید بېګا د شپې یولسنیمې بجې شوی دی. دی وايي: ((برید له واڼه پینځلس کیلومیټره لرې د جنوب خوا ته په شویکۍ نرۍ سیمه کې شوی دی.))
د بي بي سي په یوه خبر کې ویل شوي چې په دې برید کې د حرکت الجهاد اسلامي اورپکې ډلې مشر الیاس کشمیري وژل شوی دی. تر اوسه د دې خبرې پخلی حکومتي چارواکو نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG