د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریا: په هما ښار کې ۱۴۰ کسان وژل شوي.


د سوریا یا شام د بشري حقونو فعالین وایي چې د هما په ښار کې امنیتي ځواکونو پر شاوخوا پنځوس زره حکومت ضد مظاهره کوونکو ډزې کړې دي.
په دې ډزو کې ۱۴۰ کسان وژل شوې دي.دوی زياتوې چې د مرګ ژوبلې شمېر زیاتېدای شي. په هما کې د ۱۹۸۲ ز کال پر مهال د سنیانو د پاڅون پر مهال، د بښنې د نړیوالې ټولنې له وینا سره سم، له ۱۰۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰ پورې کسان وژل شوي ول. په هغه وخت کې د اخوان المسلمین ډلې د اوسني ولسمشر بشار الاسد د پلار حافظ اسد پر ضد پاڅون کړی وو. د رپورټونو تر مخې د پلازمېنې دمشق شا و خوا دوه زره کسانو مظاهره کړې ده، چې د تیت پرک کولو لپاره يې پوليسو له زوره کار واخیست.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG