د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه روغ رمټ یم: علي عبداله صالح


د يمن دولتي ټيلي ويژن د ولسمشر علي عبدالله صالح په یوه بريد کې تر ټپي کېدو لږ وخت وروسته، د هغه يوه ریکارډ شوې وينا خپره کړې ده.

په پلازمينه صنعا کې د دې هېواد د اطلاعاتو مرستيال وزير ابو الجنادي خبريالانو ته د بريد تفصیل بیان کړ: ((د ولسمشریزې ماڼۍ سر چینې وایي چې د جمعې په ورځ د محل پر جومات هغه وخت توغندي ورول شول چې ولسمشر صالح له ځېنو سیاستوالاو او چارواکو سره يو ځای لمونځ کاوه)). خپله ولسمشر صالح د وينا پر مهال ويلي چې دی روغ رمټ دی. صالح د بريد تور د قبایلو په یوه جنایتکارې ډلې لګولی دی. نوموړي وويل: (( په بريد کې د ځېنو نورو چارواکو د ټپي کېدو تر څنګ اووه کسان وژل شوي دي)). ده وویل د بريد شا ته حشد نومي قبيله ده چې صادق الاحمر يې مشري کوي. نوموړي د قبايلو پر ضد د جنګېدونکو امنیتي ځواکونو ستاينه وکړه. تر دې وړاندې امنیتي ځواکونو په هغو مظاهرچيانو ګولۍ وچلولې چې د ولسمشر صالح دريدېرش کالنه وااکمني ختمول غواړي. په دې هېواد کې مظاهرې د جنورۍ له میاشتې روانې دي. تر اوسه په دې مظاهرو کې ۳۵۰ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG