د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریا کې امنیتي سرتېرو ۱۴۰ مظاهرچیان وژلي


سوریا- د رژیم ضد مظاهره چیان د لاریون پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د مې ۲۷ مه.
سوریا- د رژیم ضد مظاهره چیان د لاریون پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د مې ۲۷ مه.
رپورټ: مشال راډیو

په سوریا یا شام کې د بشري حقونو فعالین وايي د هېواد په هما ښار کې امنیتي سرتېرو پر حکومت ضد مظاهره کوونکیو ډزې کړې دي. د دوی په خبره په دې ډزو کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي. دوی زیاتوي د مظاهرې پر مهال شا و خوا پنځوس زره کسان راغونډ شوي ول.

د سوریا په هما ښار کې امنیتي سرتېرو پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي. هما د دې هېواد په منځ کې پروت ښار دی. دا هم هغه ځای دی، چې په ۱۹۸۲ ز کال کې د رژیم پر ضد په کې بغاوت شوی وو، او بیا یې په پایله کې په زرګونو هېواد وال ووژل شول.

د اوسنۍ مظاهرې په اړه ویل کېږي چې، دوه نیمې میاشتې مخکې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد تر پیل شوي پاڅون وروسته، ښايي له سترو مظاهرو یوه وي.

رویټرز خبري اژانس د یوه عیني شاهد له خولې وايي امنیتي سرتېرو پر مظاهره چیانو د ((کوټو له بامونو ډزې وکړې)). دا عیني شاهد وايي پخپله یې ((ډېر کسان ولیدل چې د اسي په څلور لاره کې، او په کوڅو کې راغورځېدل)). ده زیاته کړه: ((هر ځای وینه وه)).

سوریا- په هما ښار کې امنیتي سرتېري د رژیم ضد مظاهره کوونکیو پسې منډې وهي. دا انځور له یوټیوب ویبپاڼې راخیستل شوی دی. په دې ښار کې ۴۴ کسان د لویې مظاهرې پر مهال وژل شوي. د ۲۰۱۱ز کال د مې شلمه.

اسوشیېټډ پریس د یوه بل عیني شاهد له خولې ویلي، ((دا ريښتیا ټولوژنه ده. خلکو منډې وهلې، چغې یې وهلې)). د ده په خبره دوی د خلکو کورونو ته ورننوتل او تر هغې هلته پټ ول چې ډزې پای ته ورسېدې.

رپورټونه وايي سوریايي سرتېرو د هېواد پر راستان ښار هم توغندي ورولي دي، او لږ تر لږه دوه کسان یې وژلي دي.

د سوریا د بشري حقونو د څار د یوې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې ښکاري اوسنۍ مظاهره، تر ټولو لویه هغه وه. په دې هېواد کې، د مارچ د میاشتې له نیمايي، د رژیم پر ضد پاڅون پیل شوی دی. د اوسنیو مظاهرو پر مهال خلک په بېلا بېلو ښارونو او د پلازمېنې دمشق شا و خوا ته راغونډ شوي ول.

رپورټونه وايي په دره کې مظاهره چیانو چغې وهلې، ((د ماشومانو له وژونکو سره هیڅ خبرې باید ونشي)). هلته په یوې بلې سیمې راس العین کې خلکو د ازادۍ غوښتنه کوله: ((ازادي!! ازادي!! موږ ولسي یو والی غواړو!! ازادي!! ازادي!! موږ ولسي یو والی غواړو)).

د بشري حقونو ډلې وايي په سوریا کې د اسد د واکمنۍ پر ضد، د مظاهرو تر پیلېدو وروسته، تر اوسه ۱۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ۱۹۸۲ز کال کې، تر اوسمهاله ولسمشر بشار الاسد مخکې، د حافظ اسد حکومت په هما ښار کې د سنيانو د پاڅون د ځپلو لپاره له زوره کار واخیست. د بښنې د نړیوالې ټولنې ایمنسټي انټرنیشنل په خبره په هغه وخت کې له ۱۰۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰ پورې کسان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG