د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په نوې بودیجه کې د حکومتي کارکوونکیو تنخا لوړه کړل شوې ده


پاکستان: د مالي چارو وزیر عبدالحفیظ شیخ د اقتصادي سروې رپورټ وړاندې کوي- د ۲۰۱۱ز کال د جون دویمه
پاکستان: د مالي چارو وزیر عبدالحفیظ شیخ د اقتصادي سروې رپورټ وړاندې کوي- د ۲۰۱۱ز کال د جون دویمه
رپورټ: مشال راډیو

د پاکستان د مالي چارو وزیر عبدالحفیظ شیخ د دې هېواد قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۱۱- ۲۰۱۲ ز مالي کال لپاره بودیجه یا بجټ وړاندې کړی دی.

د بودیجې حجم ۲۵۰۴ اربه روپۍ دی چې د ډان ورځپاڼې او رويټرز خبري اژانس په وینا د تېر مالي کال پرتله ۱۴،۲ فیصده زیات دی.

عبدالحفیظ شیخ وویل چې د هېواد دفاعي بودیجوي لګښتونه ۴۹۵ اربه روپیو ته زیات کړل شوی دی. تېر کال دا پیسې ۴۴۲ اربه روپۍ وې.

د بجټ د وړاندې کولو پر مهال د مالي چارو وزیر وویل چې د تېر کال د سېلاوونو له کبله د ۸۵۰ اربه روپیو یا لس اربه امریکايي ډالرو تاوان شوی دی.

ده وویل د حکومتي کارکوونکیو تنخا به ۱۵ فیصده او د متقاعدو یا ریټایر شویو کسانو پېنشن به له ۱۵ تر ۲۰ فیصده پورې زیاتوي.

عبدالحفیظ شیخ زیاته کړه چې د ۲۰۱۱- ۲۰۱۲ز مالي کال د بجټ هدف دا دی چې مالي تاوان به د ټول ملي پیداوار یا جي ډي پي ۴ فیصده ته را ښکته کېږي.

د مالياتو وزیر د وینا پر مهال د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو احتجاج وکړ او شعارونه یې هم ورکړل.

په پاکستان کې هر مالي کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د جون میاشت د بجټ د وړاندې کولو او پر دې په پارلېمان کې د بحث او منظورۍ لپاره وي. هر کال د بجټ تر وړاندې کېدو مخکې د پاکستان د مالي چارو وزارت د دې هېواد اقتصادي سروې خپروي.
تېره ورځ د پاکستان د مالي چارو وزارت د ۲۰۱۰- ۲۰۱۱ ز مالي کال لپاره اقتصادي سروې خپره کړې ده.

د اقتصادي سروې د جزیاتو د تفصیل پر مهال د دې هېواد د مالي چارو وزیر ډاکتر عبدالحفیظ شیخ خبريالانو ته وویل چې د تېرېدونکي مال کال پر مهال د دې هېواد ټول ملي پیداوار یا جي ډي پي ۲،۴ فیصده وده کړې ده.

د اقتصادي سروې په رپورټ کې ویل شوي چې د اقتصادي ودې لپاره هدف ۴،۵ فیصده ټاکل شوی وو، خو د حفیظ شیخ په خبره، په هېواد کې د تېر کال د سېلاوونو او د خرابې امنیتي وضعې له کبله اقتصاد ته زیان رسېدلی دی. نوموړي خبري غونډې ته وویل چې د سېلاوونو له کبله د ۸۵۰ اربه روپیو تاوان شوی دی. همدا لامل دی چې د هېواد زراعت ډېر زیانمن شوی دی.

د اقتصادي سروې په رپورټ کې ویل شوي د سېلاوونو له کبله د خواړو بیې ډېرې لوړې شوې او د دې بیو لوړېدو هم د هېواد اقتصادي پاړسوب یا انفلېشن، چې لا پخوا یې اقتصادي ننګونې پیدا کړې وې، تر واک لاندې نه دی راغلی.

د رپورټ ترمخې د پاکستان د خدماتو څانګې ۴،۱ فیصده وده کړې ده. تېر کال دا وده ۲،۹ فیصده وه.

رپورټ وايي په هېواد کې د ۲۰۱۰-۲۰۱۱ ز مالي کال پر مهال سړي سر کالنۍ ګټه ۰،۷ فیصده زیاته شوې ده. په تېر مالي کال کې دا زیاتوالی ۲،۹ فیصده وو. که په ډالرو کې یې وښودل شي نو، په تېر مالي کال کې، سړي سر کالنۍ ګټه ۱۰۷۳ امریکايي ډالره وه، چې اوس ۱۲۵۳ امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
XS
SM
MD
LG