د لاسرسي ځای

تازه خبر

آی اېس آی د بریدونو امر کړی وو: ډېوېډ هیډلې


هیند: زده کوونکي د ممبۍ بریدونو ښکار شویو ته دوعا کوي. په ۲۰۰۸ ز کال کې د ممبۍ د بریدونو پر مهال ۱۶۶ کسان وژل شوي ول. دا انڅور د ۲۰۰۹ ز کال د نومبر په ۲۶ مه اخیستل شوی چې د یادو شویو بریدونو یو کال پوره شوی وو.
هیند: زده کوونکي د ممبۍ بریدونو ښکار شویو ته دوعا کوي. په ۲۰۰۸ ز کال کې د ممبۍ د بریدونو پر مهال ۱۶۶ کسان وژل شوي ول. دا انڅور د ۲۰۰۹ ز کال د نومبر په ۲۶ مه اخیستل شوی چې د یادو شویو بریدونو یو کال پوره شوی وو.
ژباړه: مشال راډیو
سرچینه: اسوشيېټډ پریس


د امريکا خبري اژانس اسوشيېټډ پرېس په خپل څېړنيز رپورټ کې وايي: ((د ممبۍ په بريدونو کې، د لاس درلودلو په تور کې د نيول شوي ډېوډ هيډلې دا وينا چې آی اېس آی ورته د بريدونو امر کړی وو، کېدای شي د دواړو هېوادونو تر منځ، وار له مخه نازک اړيکي نور هم و لړزوي)).

اسوشيېټډ پرېس وایي چې د شکاګو په عدالت کې د پنځه ورځنۍ محاکمې پر مهال ډېوډ هيډلې تور ولګاوه چې د ممبۍ په بريدونو کۍ ورته د لشکرِطیبه ترڅنګ آی اېس آی هم امرونه ورکړي ول. دا څرګندونې ډېوډ هیډلې په دوسيه کې شامل د خپل پخواني ملګرې تحاور رانا د مقدمې پر وخت وکړې.په تحاور رانا تور دی چې د ممبۍ په بریونو کې يې د هيډلې مرسته کړې وه.

اژانس په بروکنګز انسټیټیوټ کې د سي آی اې د پخواني څيړونکی بروس ریډل له خولي وايي: (( که څه هم تحاور رانا عدالت ته مخامخ دی خو په بله مانا، داسې ده لکه چې پاکستاني پوځ او استخباراتي اداره آی ايس آی محاکمه کيږي)).

اسوشيېټډ پرېس د کارپوهانو له خولې لیکي چې د هيډلې د آی ایس آي د ممبۍ په بريونو کې د لاس درلودلو ګواهي کېدای شي د پاکستان او امريکا تر مينځ وار له مخه نازک اړيکي نور هم و لړزوي.

دوی زیاتوي: ((کېدای شي دا د امریکا د کانګرس هغه غړي نور هم وپاروي چې لا مخکي شکمن ول چې کېدای شي د پاکستان حکومت د اسامه بن لادن په اړه مالومات درلودل، او یا یې په پټیدو کې ورسره مرسته کړې وه)).

پاکستان: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره. د دواړو هېوادونو اړیکي د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته کړکېچن شول. او تر هغې وروسته بیا د روان کال د مې د میاشتې په پای کې مېرمن کلنټ پاکستان ته لاړه- د ۲۰۱۱ز کال د مې ۲۷مه
هلته، د رانډ کارپورېشن د سیاسي چارو کارپوه سیت جونز وايي:(( دا د کانګرس په ځېنو هغو غړو باندې ښکاره اثر اچولی شي چې ډېر په ډاګه سره دا پوښتنه راپورته کوي چې آيا پاکستان د امریکا اتحادي دی او که دشمن!!))

که څه هم وائټ هاوس او د بهرنیو چارو وزارت د ډېود هیډلې د ګواهۍ په اړه له څه ویلو انکار کړی، خو تیره میاشت د کانګرس د جرګګۍ په اورېدنه کې د دې ذکر شوی وو. البته، د امريکا استازي پيټر کنګ ويلی ول، چې دا پاکستان ته پیغام ورکوي چې له ترهګرو سره دې د اړيکود شلولو په برخه کې ښه کار وکړي.

خبري اژانس اسوشيېټډ پریس په خپله څېړنه کې د کارپوهانو له خولې وایي چې کیدای شي د ډېوډ هیډلې له خوا نور تفصیل هم مخي ته راشی، خو پر نوموړې باور کول یو ګران کار دی.د اژانس په وينا ډېوډ هيډلې دوه ځله د هیروینو په نشه کولو عدالت سزا کړی دی .دی له نفسياتی پلوه يو داسې شخصیت دی چې بدلېږي را بدلېږي، او خپله یې منلي ول چې د امريکا پلټونکې ادارې ایف بي آی ته یې درواغ ويلې ول.
XS
SM
MD
LG