د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني انقلابي ساتونکي د طالبانو ملاتړ کوي: رانډ کارپورېشن


ایران- د ایراني انقلابي ساتونکو مارچ- د ۲۰۱۰ز کال د سپټمبر ۲۲ مه
ایران- د ایراني انقلابي ساتونکو مارچ- د ۲۰۱۰ز کال د سپټمبر ۲۲ مه
ژباړه: مشال راډیو
سرچینه: رانډ کارپورېشن


امريکا مېشته څېړنيزې ادارې، رانډ کارپورېشن په افغانستان کې د ايران د ګټو په اړه په خپله يوه څېړنه کې ليکلي چې، د ايران د حکومت په خوښه د دې هېواد انقلابي ساتونکي له طالبانو سره پر امريکا د فشار اچولو لپاره مرستې کوي.

د رانډ کارپوريشن په دې څيړنه کې راغلي چې د ايران انقلابي ساتونکي، د افغانستان د طالبانو ملاتړ کوي. د دې ادارې په وينا د ايران له خوا په افغانستان کې د ياغيانود ملاتړ یوه وجه، د امريکا له خوا پر دې هېواد د اټومي پروګرام پر ضد د پابنديو، او د پوځي کارروايۍ ګواښونه دي.

په ظاهره توګه، د افغانستان په غربي سيمو کې له اورپکو سره د انقلابي ساتونکو د مرستو بله وجه د ايرانيانو دا تور دی چې، امريکا د ايران د بلوچستان وسيستان په ايالت کې له وسله والو ياغي بلوڅانو سره مرستې کوي.

د دې ادارې په وينا، ايران په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناندريزو مسلو په ترځ کې، د برلاسيتوب لپاره په ممکنه توګه، طالبانو ته وسلې ورکوي.

رانډ کارپورېشن د ايرن د انقلابي ساتونکو په اړه ليکي ((دا په ۱۹۷۹ ز کال کې جوړ شوی، او د ايراني پوځ سيال دی((. یاده دې وي چې، د ايران اسلامي جمهوريت د ايران پوځ ته د شاه له رژیم سره، د ټينګو اړيکو لرونکي په نظر ګوري. انقلابي ساتونکي د ځمکنيو، هوايي او بحري پوځيانو برخې لري، او د ايران د ميزايل ځواکونه يې هم له لاس لاندې دي. داسې باور کېږي چې د دې هېواد د اټومي وسلو د جوړولو پروګرام هم د انقلابي ساتونکو په کنټرول کې دی.

په څېړنه کې راغلي، (( د انقلابي ګارډ د القدس څانګه د فلسطين د حماس، د لبنان د حزب الله او د عراق د جیش المهدي په شان وسله والو ډلو د روزلو لپاره مشهوره ده، او باور کېږي چې په عراق او افغانستان کې د ايران ټولې پاليسۍ دوی پر مخ بيايي)). په څېړنه کې د امريکايي جنرال ډېويډ پيټریيس له خولې ويل شوي، ((د افغانستان په هرات ولايت کې د ايرن پخوانی کونسلر او په عراق کې د دې هېواد پخوانی سفير حسن کاظمي قومي، د القدس ځواک يو افسر دی)).

ایران- ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د ایران د پارلېمان غړو ته وینا کوي- د ۲۰۱۱ز کال د مې د میاشتې ۲۹ مه
د رانډ کارپورېشن په دې څيړنه کې د بېلابېلو سرچينو په يادولو سره ليکل شوي چې، د رپورټونو تر مخه د ايران او افغانستان پر پوله کار کوونکي د برېتانيا ځانګړو پوځيانو، داسې ثبوتونه خوندي کړي چې ايران طالبانو ته په پراخه کچه تباهي رامنځته کوونکي، د سړک د غاړې بمونه ورکړي. په دې څېړنه کې د يوې بلې سرچينې په يادولو سره زياته شوې چې کيدای شي ايران طالبانو ته د الوتکو ضد ميزايلو اوزار ورکړي.

په دې څېړنه کې ويل شوي، ((دا چې د انقلابي ساتونکي د ايران په ناقانونه اقتصادي ګټو کې برخه لري، نو دا امکان دی چې طالبانو ته د هيروينو په بدل کې وسلې ورکوي)).

څېړنه وايي،(( ياد ګارډ یا ساتونکي د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ته جوابده دي، نو داسې ښکاري چې د دوی له خوا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ د ايران د حکومت تګلاره ده)).

د دې څيړنې تر مخې،(( ايران د عراق په شان په افغانستان کې هم پر امريکا فشار اچولو ته دوام ورکوي، او غواړي له دې لارې له خپل اټومي پروګرامه د امريکا پام واړوي))
XS
SM
MD
LG