د لاسرسي ځای

پاکستان د دیر د برید په اړه اندېښمن دی


د بر دیر د پېښې په اړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه بیان کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې افغان سفیر له خپلو اندېښنو خبر کړی دی. بیان وايي افغان ملي پوځ، امریکايي او د ناټو سرتېري باید، د وسله والو او د هغوی د پټنځایونو پر ضد سخت ګام واخلي.
بیان وايي، په دې اړه خپل پیغام امریکا او ناټو ته هم رسول شوی دی. تر دې مخکې د پاکستان پولیسو ویلي ول چې ۲۰۰ وسله والو برید کړی وو، خو د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې ویل شوي چې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې اورپکي د افغانستان له لوري راغلي ول او برید یې وکړ. د افغانستان د سرحدي پولیسو د ختیځ زون یوه چارواکي دا خبره رد کړې چې ګواکې د افغانستان لخوا دیر ته اورپکي تللي ول.
XS
SM
MD
LG