د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بر دیر کې برید او د پاکستان قوي اندېښنې


بر دیر: پاکستاني پولیسان په نښته کې د خپلو وژل شویو ملګرو د وروستیو مراسمو په حال کې- د ۲۰۱۱ز کال د جون دویمه.
بر دیر: پاکستاني پولیسان په نښته کې د خپلو وژل شویو ملګرو د وروستیو مراسمو په حال کې- د ۲۰۱۱ز کال د جون دویمه.
رپورټ: مشال راډیو

امریکايي خبري اژانس اسوشيېټډ پرېس لیکي، ((له افغانستانه اورپکي د پاکستان بر دیر ته اوښتي ول او په دویمه ورځ یې هم د پاکستان له امنیتي سرتېرو سره جګړې ته دوام ورکړ)). دا په میاشتو کې د د پاکستان له سرتېرو سره د وسله والو لویه جګړه وه. د چارواکو په خبره په دې نښته کې ۶۵ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت د دې برید په اړه په خپل بیان د قوي اندېښنې ښودنه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو سېکرتر په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ته په دیر کې پر برید خپله اندېښنه وښوده.

د اسوشيېټډ پرېس په خبره ((د پاکستان پوځیانو له افغانستانه د راغلیو وسله والو شمېر ۲۰۰ ښودلی دی)). بل پلو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر په بیان کې د دې وسله والو شمېر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې ښودل کېږي.

په بیان کې ویل شوي په دې ترځ کې باید د افغانستان پوځ، امریکايي، او د ناټو او آیساف ځواکونه د وسله والو، او د هغوی د پټنځایونو پر ضد سخت ګام واخلي. بیان زیاتوي د پاکستان له اندېښنو امریکا او ناټو هم خبر کړل شوي دي.

هلته اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د سیمې د پولیس مشر غلام محمد له خولې لیکي ((د زیارت تر شپې ۲۵ امنیتي سرتېري، ۳۵ برید کوونکي او درې ولسي وګړي وژل شوي ول)). له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي په دې نښته کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.
بر دیر- یو امنیتي سرتېری په نښته کې ژوبل شوي ملګري ته ګوري- د ۲۰۱۱ز کال د جون دویمه.

د افغانستان د سرحدي پولیسو د ختیځ زون د رسنیو د دفتر یوه چارواکي ادریس مومند مشال راډیو ته ویلي، دا خبره نه مني چې د پوځیانو په جامه کې دې وسله وال د پولې هغې خوا ته واوړي او برید دې وکړي. د نوموړي په خبره ((پخوا پر پوله داسې ستونزه وه، خو اوس نشته)). هغه همدا راز وویل ((د افغانستان حکومت تل په دې هڅه کې وي چې ترهګر وځپي، هغه که په قبایلي سیمو کې وي او که په نورو هغو کې)).ادریس زیاتوي چې دا خبره ورته د منلو وړ نه ده چې له افغانستانه دې وسله وال واوړي او هلته دې بریدونه وکړي.

اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس زیاتوي، ((پاکستان تل ګیله کړې ده چې د افغانستان لخوا پر پولې ناټو کافي سرتېري نه لري)). په تېر مهال کې ناټو او پاکستانیو سرتېرو د ترهګرو پر ضد په همکارۍ ګامونه پورته کړي دي. او د ناټو چارواکو له وینا سره سم، که څه هم اوسمهال د پاکستان او امریکا اړیکي ساړه دي، خو پر پوله همکاري نه ده زیانمنه شوې.


د دې رپورټ په جوړولو کې د مشال راډیو خبریالې حسیبه شهید هم مرسته کړې.
XS
SM
MD
LG