د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د سولې کنوېنشن


بازمحمد عابد پيښور


دا دستوره چې د سولې غونډه یې بللې وه، د کیمپس په کچه د فیدریشن نویو عهده دارانو په کې سوګندونه پورته کړل.

د دې دستورې په اړه د پښتون سټوډنټس فیدریشن صوبايی نایب صدر تاج محمد وزیري مشال ریډیو ته وويل، موږ په دې پروګرام کې پښتنو طالبعلمانو او پښتنو ځوانانو ته دا پیغام ورکوو چې موږ به په سوات، ډیره اسمعیل خان، بنو او ټولو ضلعو کې دغسې پروګرامونه کوو او پښتون ولس ته به دا پیغام ورکوو چې موږ به د ترهګرۍ مقابله په دغسې یووالي کوو چې په دوی کې یو نوی ژوند راشي او د امن په راوستو کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي٬٬

د پښتون سټوډنټس فیډریشن صوبايي ایډوایزر ارباب محمد ظاهر خلیل د فیډریشن په ځوانانو غږ وکړ چې د دې ناوړه حالاتو مقابله دې د تعلیم په مټ وکړي.هغه وویل، د فیډریشن د ځوانانو په سر د قومي ذمه وارۍ نه علاوه دا ذمه واري هم ده چې هغوی دې خپل تعلیم ته ډیره توجه وکړي. که موږ تعلیم یافته ځوانان پیدا نه کړل، موږ تعلیم یافته قوم نه شو پیدا کولای. او که تعلیم یافته قوم مو پیدا نه کړو نو دا نن چې د پښتنو په خاوره د دنیا لوبغاړي د خپلو مفاداتو کوم جنګ روان کړی دا به بې مقابلې وي. څرنګه چې د دې حالاتو مقابله عوامي نشنل پارټۍ په میدان کوي، نو همداسې به د پښتون سټوډنټس فیډریشن ځوانان په تعلیمي میدان کې دا مقابله کوي.٬٬



دې دستوري ته د خیبر پښتونخوا له سینیر وزیر بشیر احمد بلور نه علاوه، د صوبايی کابینې څو تنه وزیران او د صوبايي اسمبلۍ یو شمیر نارینه او ښځینه غړي هم ورغلي وو.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړۍ شګفته ملک مشال ریډیو ته وویل چې د یو ملک مستقبل په ځوانانو پورې تړلی وي نو په کار ده چې زموږ ځوانان د امن په راوستو کې مثبت کردار تر سره کړي. د امن په راوستو کې د عوامي نشنل پارټۍ د لیډر شیپ نه واخله تر دې ځوانانو پورې ډیراهم رول لوبولی دی. او د دې ننني امن کنونشن مقصد هم د امن راوستل دي. ځوانو ورونو او خویندو نه زه دا تمه لرم چې موږ ټول سره یو موټي شو ځکه چې همدا ځوانان دي چې د قوم مستقبل جوړوي. زه تمه لرم چې زموږ ځوان کول د امن په راوستو کې مثبت رول ادا کړي.٬٬

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر میا افتخار حسین د ترهګرۍ ختمولو په لار کې له ځوانانو ملاتړ واخیست. زما زلمو راځۍ چې دا عهد وکړو چې د دې مور د سینې دا زخمونه به پیوندوو. دا دهشتګردي، دا ظلم او جبر او دا ناروا سلوک به ختموو. د خپلو سرونو په قیمت به د خپلې مور د بدن زخمونه ګڼدو او دا جهاد به تر قیامته پورې ژوندي ساتو. زه له تاسو ځوانانو دا توقع لرم ايا تاسو ما سره په دې جهاد کې شریک یۍ؟ که شریک یۍ نو لاسونه پورته کړۍ او بیا یې دومره وټکوۍ چې ټکار یې د دښمن تر غوږونو ورسیږي.٬٬

د دستوري په وروستۍ برخه کې بیلابیلو ښځینه او نارینه سندرغاړو د زرګونو طالبعالمانو په وړاندې سندرې وویلې چې د ګډونوالو د خوښیو وړ وګرځیدې.
XS
SM
MD
LG