د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلیم شهزاد وژنه خبريالان نشي غلي کولای


سلیم شهزاد په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کېږي
سلیم شهزاد په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کېږي
ژباړه :احمدشاه اعظمي


رويټرز خبري اژانس ليکي، پاکستانی خبريال سليم شهزاد چي د ترهګرۍ په اړه يې رپورټنګ کوی او وروسته ووژل شو، د چارشنبې په ورځ په کراچي کي خاورو ته وسپارل شو.

نوموړي تر وژل کېدو وړاندي د بشري حقوقو يو مبارز ته يې ويلي و چي د استخباراتي ادارې لخوا ګواښونه ورته کيږي. نوموړي زياتره وخت پر حساسو موضوعاتو کار کوی چي داسي خلګ په پاکستان کي يوې خوا ته د اورپکو له ګواښ سره مخامخ وي نو بلي خوا ته بيا له امنيتي ځواکونو ويره لري چي تر قانون دباندي کارونه کوي.

په پاکستان کي د سيد سليم شهزاد پر وژنه خبريالانو سخت غبرګون څرګند کړی او هوډ يې کړی چي د نوموړي وژنه به په هيڅ توګه دوی خاموشه نکړي. د پاکستان يو نامتو خبريال اظهر عباس وويل (( موږ به هيڅکله خپلي خلې ونه تړو. ټول خبريالان يو مټي دي. موږ به هيڅکله مبارزه نه پرېږدو))

په نيويارک کي د خبريالانو د ساتني يو سازمان ويلي چي په ۲۰۱۰م کال کي پاکستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. خو د ټولو خطرونو سربېره په پاکستان کي خبري رسنۍ مخ په وړاندي رواني دي او د پرمختللو هيوادونو په څېر دلته هم خبريالان د بيان د آزادۍ لپاره مبارزه کوي.

د يکشنبې په ورځ له اسلام آباد څخه تر ورکېدو وروسته د هغه مړی په درزنو ميله ليري د نهي په ورځ وموندل شو. د پوليسو له راپور سره سم د نوموړي پر بدن د وهلو ټکولو نښي وې. د نوموړي وژنه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري په شمول د بشري حقوقو يو شمېر سازمانونو وغندل.

د سند د اطلاعاتو صوبايي وزير شرجيل مېمن د نوموړي وژنه يو ډارن حرکت وبلی او ژمنه يې وکړه چي ککړ کسان به د قانون منګلو ته سپاري. خو دا څرګنده نه ده چي د پاکستان کمزوری اولسي حکومت به څومره توان لري ځکه چي ځيني کسان ګمان کوي چي دا کار پخپله د پاکستان امنيتي ادارو کړی دی.

بلخوا بيا د پاکستان د استخباراتي ادارې يو وياند د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي پر آي اېس آي تورونه بې مانا دي. خو علي دايان حسن چي د بشري حقوقو د سازمان کارکونکی دی وايي چي شهزاد ورته ويلي و چي هغه ويره لري چي پاکستاني جاسوسان په هغه پسې وي. څو ورځي وروسته چي کله شهزاد غايب شو نو د هغه مېرمني حسن ته ټيليفون وکړی ځکه چي شهزاد وار دمخه لا خپلي مېرمن ته ويلي و که چيري دی ورک شو نو حسن ته به ټليفون کوي.
XS
SM
MD
LG