د لاسرسي ځای

لیبیا:د نېټو بریدونو کې په سلګونه کسان وژل شوی .


په لیبیا کې د کرنل قذافي د حکومت ویاند موسی ابراهیم وايي په دغه هیواد کې د نیټو د هوايي بریدونو له امله تراوسه ۷۱۸ کسان وژل شوي او دڅلورو زرو نه زیات نور ژوبل شوي دي.
نوموړي داڅرګندونې د صحت ادارې د شمیرو په رڼا کې وکړې او زیاته یې کړه په دغو کې د قذافي پلوي ځواکونه نه شامل نه دي .

ازادو سرچینو د ښاغلي ابراهیم ددغو دعوو پخلی نه دی کړی ، بل پلو ملګري ملتونه وايي دکرنل قذافي تر واک لاندې په سیمو کې خلک د خوراکي موادو او دارو درملو له کمي سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG