د لاسرسي ځای

دنامالومه وسله والو لخوا دوژل شوي خبریال سلیم شهزاد جنازه نن دکراچۍ ډیفنس په فیز پنځم کې ادا کړې شوه چې پکې دځايي سیاسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو ترڅنګ ګڼ شمیر خبریالانو هم ګډون وکړو. هلته دخبریالانو مرکزي اتحاد په ملک کې ددوه ورځو ویر نمانځلو اعلان کړې.

دپاکستان صدر آصف علي زرداري او وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني دنوموړي وژنه په سختو ټکو کې غندلې او په دې اړه یې د تحقیقاتو حکم جاري کړې دې.

بلخوا دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن سلیم شهزاد وژنه غندلې ده او په یو لیکلي پیغام کې یې ویلي، نوموړي د ترهګرۍ او استخباراتي موضوعاتو باندې لیکنې کولې.او له دې امله دپاکستان استحکام ته په ورپېښو ستونزو یې رڼا اچوله .

بل پلو نن په اسلام اباد او دپاکستان په نورو ښارونو کې خبریالان د سلیم شهزاد دوژل کیدو په غبرګون مظاهرې کوي .
XS
SM
MD
LG