د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې وژنې او مظاهرې


ژباړه:احمد شاه اعظمي

امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز په يو راپورکي ليکي، يو خوا د يمن حکومت په هوايي بمباريو کي يو لوی ساحلي ښار په نښه کړی او اسلامي اورپکي يې وشړل نو بل خوا ته يې حکومت مخالفه مظاهرې پر شا وتمبولې چي د عيني شاهدانو په وينا لږ تر لږه ۲۰ مظاهرچيان پکي ووژل شول.

د عيني شاهدانو په خبره د يمن پر جنوبي ساحل پروت ښار زنجبار کي حکومتي ځواکونو د ګل ورځ پر مخالفه وسله والو پرله پسې بريدونه وکړل او د دوی پټن ځايونه يې په نښه کړل.

دا څرګنده نه ده چي د جمعې د ورځي راهيسي په وسله والو نښتو کي څومره کسان وژل شوي دي. په ښار کي اوس د درملني ډېر محدوده ځايونه پاته شوي دي او اوبه او بجلي نشته. په سالګونو کسانو کډه کړې او نورو بيا په ځايي جوماتونو کي پناه اخستې ده.

د زنجبار په لوېديځ کي په تېز ښار کي د ولسمشر علي عبدالله صالح ضد په زرګونو مظاهرچيانود حکومت پلوه امنيتي ځواکونو لخوا بريد وشو چي ځيني يې په ساده جامو کي وو. د امنيتي ځواکونو لخوا پر مظاهرچيانو اوښکي بهېدونکی ګیس هم وغورځول شو چي پر لوی څلور لاري را غونډ شوي وو.

يو ځايي ډاکټر تېز حامود عقلن د ګل ورځ وويل چي دی د ۲۰ مړو تصديق کولای شي خو دا شمېره زياتېدای هم شي. هغه وايي چي داسي ګڼ شمېر ژوبل کسان شته چي د ډزو له امله روغتون ته ځان نشي رسولای. هغه زياته کړه چي ځيني داسي راپورونه هم شته چي د مړو شمېر تر ۷۰ رسېدلی دی.

د يمن په سر ښار ثنا کي د امريکا سفارت خانې په يو بيان کي پر مظاهرچيانو د حکومت د بې ځايه بريد غندنه کړې ده او ويلي يې دي چي مظاهرچيانه په پرامنه توګه د خپلو ستونځو د هواري غوښتنه کوله.

د يمن د حکومتي رسنيو د وينا له مخي په تېز ښار کي يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چي د حکومت مخالفه ډلي کسانو پر يو امنيتي چوکۍ بريد وکړی او موټرانو ته يې اور ور واچوی. دغو مظاهرچيانو وروسته عسکر وتښتول او مرکزي څلور لاري ته يې راوستل.

چارواکی زياتوي چي ورسته امنيتي ځواکونو پر خپل سر پرېکړه وکړه او د ملګرو د خوشي کولو لپاره څلور لاري ته ورغلل چي مظاهره شنډه کړي. په تېز کي يو عيني شاهد هم د دې خبري پخلی کوي چي له مظاهرې سره نژدې د امنيتي ځواکونو پر چوکۍ نښته را منځ ته شوه خو دا يې ونه منل چي عسکر تښتول شوي وو.


د يمن په سر ښار ثنا کي يوه اونۍ مخکي هغه وخت د حکومتي ځواکونو او حامد الاحمر او د هغه وروڼو ته د وفاداره جنګياليو تر منځ نښتي پېل شوې کله چي عبدالله صالح د خپلې استعفا پر لوظنامه له لاسليک کولو څخه انکار وکړ. دا په جنوري کي د پاڅون پيلېدو راهيسي دريم ځل دی چي صالح د واک پرېښودلوته راضي شوی خو دا ځل يې بيا ژمنه ماته کړه.
” ملادیچ زما لپاره د آزادۍ نخښه ده. ملادیچ نه ماتېدونکی اتل دی. هغه د سربيا لپاره نه فنا کېدونکی کس دی. موږ به دهغه ملاتړ جاري ساتو. رادکو ملادیچ زنده باد

د ملګرو ملتونو نړيوال عدالت ته د ملادیچ سپارل ډيري پوښتني راپورته کړي دي چي نوموړی دومره ډېر وخت چيري پټ و؟ تېره اونۍ د ملادیچ د نيولو پر وخت د سربيا ولسمشر بورس تادیچ وويل چي دوی د هغو ټولو کسانو لټون کوي چي له ده سره يې په تېښته او پناه ورکولو کي مرسته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG