د لاسرسي ځای

تازه خبر

رادکو ملادیچ نړیوال عدالت وسپارل شو




ژباړه: احمد شاه اعظمي

په بلغراد کې ځايي چارواکو بوسنيايي سرب جنګي قومندان په هېګ کي د ملګرو ملتونو عدالت ته سپارلی دی. هلته به نوموړی د ۱۹۹۰ په لسيزه کي د جنګي جرمونو او عامي وژني له تورونو سره مخامخ کيږي

په بلغراد کي د سربيا د انصاف وزيرې سنېزاهنا مالوویچ په هېګ کي د ملګرو ملتونو عدالت ته د جنګي قومندان رادکو ملادیچ د سپارلو پر مهال په ډاګه کړه ، رادکو ملادیچ په هېګ کي عدالت ته سپارل شوی دی. ما د سربيا د انصاف د وزيري په حېث د سربيا د آيين او قانون پر اساس پر هغه پريکړي لاسليک وکړی چي له مخي به يې رادکو ملادیچ هېګ ته سپارل کيږي٬٬

تر دې اعلان څو شېبې وړاندې پر ټيليويژن د موټرونو يو کتار ښکاره شو چي په بلغراد کي له هغه عدالت څخه را روان وو چيري چي رادکو ميلادچ ساتل شوی و. تر هغه وروسته نوموړی د سربيايي حکومت په الوتکه کي د هالېنډ روټرډېم ښار ته یووړل شو چي له هغه ځايه بيا په هېلي کاپټر کي له هېګ دباندي د عدالت زندان ته يوړل شو.

د عدالت وياندي نيرما جيلاچچ ويلي دي چي ميلادچ ته به د مدافع وکيلانو يو لسټ ورکړل شي چي له ده سره د جنګي جرمونو د تور په لړ کي مرسته وکړي. له دې پرته به ډاکټر هم د هغه کتنه کوي.

تمه څرګنديږي چي ملادیچ به په څو ورځو کي دننه عدالت ته مخامخ شي او ده ته به دا موقع ورکړل شي چي خپل شناخت باوري وګرځوي او د لګول شوو تورونو پر ضد درخواست جمع کړي. ملادیچ ويلي دي چي هغه د نړيوال عدالت حکم نه مني.

ملادیچ څه باندي ۱۶ کاله پټ و خو د مۍ پر ۲۶مه نېټه د سربيا په شمال کي په يو کلي کي ونيول شو.

د ملګرو ملتونو د عدالت تر ټولو لوی فراري ميلادچ د عامي وژني، جنګي جرمونو او په بوسنيا کي د انسانيت په ضد د څه باندي ۸ زره مسلمانانو د وژلو په تور تورن دی.

نړيوال عدالت ته د ميلادچ د سپارلو په اړه د سربيا د انصاف وزيري ويلي چي دوی خپل اخلاقي او نړيوال فرض تر سره کړی.

بلخوا بيا اوس هم په سربيا کي ځيني کسان هغه ته د اتل په سترګه ګوري. د سربيا يو پخوانی عسکر نيناد باتکوویچ هم يو له هغو زرګونو لاريون کوونکو څخه و چي په بانجا لوکا ښار کي د ملادیچ په ملاتړ کي راوتلي وو.

ملادیچ زما لپاره د آزادۍ نخښه ده. ملادیچ نه ماتېدونکی اتل دی. هغه د سربيا لپاره نه فنا کېدونکی کس دی. موږ به دهغه ملاتړ جاري ساتو. رادکو ملادیچ زنده باد

د ملګرو ملتونو نړيوال عدالت ته د ملادیچ سپارل ډيري پوښتني راپورته کړي دي چي نوموړی دومره ډېر وخت چيري پټ و؟ تېره اونۍ د ملادیچ د نيولو پر وخت د سربيا ولسمشر بورس تادیچ وويل چي دوی د هغو ټولو کسانو لټون کوي چي له ده سره يې په تېښته او پناه ورکولو کي مرسته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG