د لاسرسي ځای

ژباړه:عبدالحی کاکړ

د امريکا ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي چې د نيټو په بمبار کي د ولسي وګړو د وژنو پر ضد د افغان ولسمشر حامد کرزي څرګندونې د نوموړي له خپلو لويديځوالو ملاتړو سره اړیکي نور هم خرابولی شي.

حامد کرزي ويلي وو چې نيټو بايد هرمرو دافغانانو پر کورونو بريدونو ودروي او که داسې نه کوي نو د افغانستان لخوا دي د يو اړخيز ګام مخامخ کيدو ته تیار شي.

د تير خالي په شپه د هلمند نوزاد ولسوالۍ باندې په شوي بريد کې د نیټو په وينا نهه ولسې وګړي وژل شوي وو خو افغان چارواکو دا شميره ۱۴ ښودلې وه. افغان ولسمشر ويلي وو چې په وژل شوو کې ۱۱ داسي ماشومان هم شامل ووچې عمرونه یې د دوو او اوه کالو په مینځ کې وو.

نيو يارک ټایمز وايي ، چې د بريد وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خبري کانفرنس ته وويل که نيټو د افغانانو پر کورونو بريدونو ته هم دغسي دوام ورکړي نو د دوی شتوالی به د ترهګرۍ ضد جګړه کوونکي ځواک څخه د افغان ولس پر ضد جنګېدونکي ځواک باندې واوړي.

ورځپاڼه وايي چې حامد کرزي تر دې وړاندې هم داسې خبري کړې دي خو که دده په دې وروستيو کي ورکړل شوي بیانونو ته و کتل شي نو دا د نوموړي له خپلو لويديځوالو ملا تړو سره اړیکي له خطر سره مخامخولای شي.

د ورځپاڼي په وينا د حامد کرزي لا د وړاندي له لویځوالو سره اړيکي د شپې په مهال د چاپو، د درغليو او د کابل بينک د پورونو او تاوانو پر سر د تناو ښکار دي.

د نيويارک ټایمز په خبره د حامد کرزي د بيان ورکولو وخت په داسې حال کې يوه سیاسي جوا ده چې له يوه اړخه په هيواد کې د خلکو له خفګان څخه ګټه اخلي او بل لور ته د امريکا او نړيوالې ټولنې د يو داسي جګړي د ملاتړ امتحان اخلي چې په تېزي سره خپل شهرت له لاسه ورکوي.

نيټو د حامد کرزي بيان ته يو ډپلوميټک ځواب ويلی دی.د سازمان ویاند ريئر ايډمرل وک بک په خپور شوي بيان کې وويل چې دوی له حامد کرزي سره يو تړون لري چې له مخې یې د مځکني حقيقتونو په رڼا کې د نيټو د ګامونو په مستقله توګه د جاج اخستلو پر اهميت زور ورکوي او سازمان هم هغسې کوي چې دغه تړون وايي.

داډول نیوياک ټایمز وايې چې په کابل کې د امريکا سفارت وويل چې ددې پيښې په اړه باید له نيټوڅخه غبرګون واخیستل شي. ورځپاڼه پر مخ کاږي چې د تیر خالی په ورځ حامدکرزي د دفاع وزارت ته امر ورکړی چې د شپې په مهال د چاپو وهلو ذمه واري دې له نيټو څخه په خپله غاړه واخلي چې دا د ورځپاڼي په وينا د چاپو درولو په لړ کې يوه ډيره جارحانه هڅه ده.

خو ورځپاڼه وايې چې ولسي مر ګ ژوبلي ته په پام سره په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو لوی قومندان جنرال ډيوډ پيټریاس په روانه میاشت کې یو ځل بيا خپلو عسکرو ته یادونه وکړه چې ؛ د اورپکو لخوا د جګړې په ډګر تکتېکې پارونو ته باید په تکتېکي زغم سره ځواب وویل شي.؛
XS
SM
MD
LG