د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال سلیم شهزاد وروستۍ لیکنه



ژباړه ګل آیاز

د خبریال سلیم شهزاد وژنې د پاکستان استخباراتې ايجنسې ای اېس ای لخوا د ګواښونو ويره زياته کړيده چې وژل شوی خبريال د پاکستان بحری ځواکونو او القاعده شبکی ترمنيځ د اړيکو درلودو خبره راپورته کړی وه.

سيلم شهزاد د اتوار ورځ د پاکستان له سر ښار اسلام آباد څخه تیښتول شوی او د ګل ورځ د پنجاب صوبې په منډي بهاولدین کې یې مړی موندل شوی وو چې ورباندې سخت تشد د شوی وو.

وژل شوی خبريال سيلم شهزاد چې په هانګ کانګ کې یې د ایشیا ټایمز ویب پاڼې سره کار کولو او یوه تازه لیکنه یې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر مرکز د برید په اړه وه چې دده په خبره د ای اېس ای او القاعدې ترمنځ د خبرو ناکامېدو وروسته دا برید شوی دی.

سيلم شهزاد په خپل ليکنه کې ویلی وو دا بريد الياس کشميری ۳۱۳ بريګيډ چې د القاعده شبکې جنګي ډله ده ترسره کړی وو. ددی نه وړاندی په بحری ځواکونو درې بريدنو شوی وو چې موخه یې دالقاعدې غوښتنې منل او د دوی نيول شوې غړي راخلاص ول وو.

خبریال سلیم شهزاد په مقاله کې ليکلې وو چې د مۍ په دويمه نيټه د اسامه بن لادن د وژل کيدو وروستو القاعده د بدلې اخیستو پريکړه کړی وه او په دی سلا شوې وه چې په کراچې کې به د بحری ځواکونو د ځارنې نظام په نخښه کوي. خو د القاعده بنيادی موخه په سمندري ځواکونو کې موجود د القاعده د غړو د نيولو پرضد غبرګون ښودل وو.


مقاله کې خبریال سلیم شهزاد ليکې چې سمندري ځواکونو د کراچي بحری اډه کې د القاعده سيل انکشاف کړی وو. سلیم شهزاد په مقاله کې د بحری ځواکونو يو چارواکې د خولې ليکلي وو چې دغه ډله د پوځ مشرانو او امريکا څخه ناراضه وه چې د اسلامې اورپکو پرْضد يې عمليات پيل کړی وو. په دی دوران ځيني پيغامونه نيول شوي وو چې ترمخه د امريکايي چارواکو د دوری پر وخت بريدونه کول وو. د دی پيغامونو و روستو ۱۰ د ټيټې کچې افسران ونيول شو او دا د مهران بحری ځواکونو په اډه د بريد سبب جوړ شو.


سلیم شهزاد په مقاله کې زياتوی چې کله د نيول شويو مشکوک کسانو پلټنې پيل شوې نو اورپکو دړکې ورکول شورو کړل د دی روستو دغه کسان بل يو محفوظ ځای ته منتقل کړی شو.

اورپکو ويره لرله چې د پلټنو پر مهال د دوی نور پلويان نيول کيدی شې ځکه اورپکو د سمندري ځواکونو په تنصباتو د بريدنو دړکه ورکړه . د اوږدې سلا مشورې او د ممکنه بريدنو په ړنا کې د القاعده سره د خبرو پريکړه وشوه.

د القاعده ۳۱۳ بريګېډ غړی عبدل صمد منصوری چې د کراچۍ اوسيدونکې وو او اوس په شمالې وزيرستان کې اوسيږی په خبرو کې برخه واخیسته. د القاعده بنيادي غوښتنه د نيول شويو افسرانو د پلټنو نه بغير خوشی کول وو کوم چې و نه منل شو.

بحری ځواکونو دا دريځ وو چې د پلټنو وروستو به دغه کسان پريږی خو القاعده په دې خفګان څرګند کړو او د بحري ځواکونو په بسونو یې بريدونه ترسره کړو.

سلیم شهزاد په مقاله کې ليکلې وو چې په دې دوران بحري ځواکونو د القاعده سره د اړيکو په تور نور کسان ونيول او د مۍ په دويمه نيټه د اسامه د وژل کيدو سره د دوی په حتمي توګه په مهران اډه د بريد فيصله وکړه. په يوه اونۍ کې په بحری ځواکونو کې دننه د القاعده حاميانو د اډې نقشې او نور ګته ور معلومات له اورپکو سره شريک کړل او د مۍ په ۲۲ مې بريد ترسره کړو.


.
XS
SM
MD
LG