د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د خبریالانو وژنه


د اتوار په ورځ د پاکستان له سر ښار اسلام آباد څخه د تیشتول شوي خبریال سلیم شهزاد مړی د ګل ورځ د پنجاب صوبې د منډي بهاولدین په یوه ناوه کې موندل شوی چې ورباندې سخت تشد د شوی.

د مشال تر رڼا لاندې بحث د خبریال سلیم شهزاد وژنې ته ځانګړی شوی دی چې د هغه د وژلو لاملونه څه دي،په پاکستان کې د وینا او لیک آزادي وروړاندې ګواښونه څه دي.

پر همدې موضوع د نن بحث کې قانون پوه بیرسټر باچا،د قبایلي سیمو د امنیت پخوانی مسول،بریګېډییر محمودشاه،د پېښور پریس کلب مشر شمیم شاید او د بي بي سي مشر خبریال هارون رشید برخه لري چې کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG