د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال وژنه: دامریکا،بشري حقونو او خبریالانو غندنه



رپوټ : احمدشاه اعظمي/سراج ظهیر


په پاکستان کي تيره ورځ د خبريال سليم شهزاد په وژنه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د بشري حقوقو ،او د بې پولې خبريالانو ټولنې سخته خواشیني څرګنده کړې او کلکه غندنه یې کړې او دا يې د بشري حقوقو سرغړونه بللې ده.

دوی غوښتنه کوي چي د امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارو په ګډون دي هر هغه څوک د قانون منګلو ته وسپارل شي چي د نوموړي په وژنه کي لاس لريي.

د اتوار په ورځ د پاکستان له سر ښار اسلام آباد څخه د تیشتول شوي خبریال سلیم شهزاد مړی د ګل ورځ د پنجاب صوبې د منډي بهاولدین په یوه ناوه کې موندل شوی چې ورباندې سخت تشد د شوی.


په پاکستان کي د وژل شوي خبريال سليم شهزاد د وژني په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چي امريکا د سليم شهزاد تښتول په کلکه غندي ځکه چي د ترهګرۍ او استخباراتي چارو په اړه د شهزاد هڅي پاکستان د سخت دريځۍ له تورتمونو څخه د رڼا پر لور روان کړی و چي دا ډول پاکستان ثبات ومومي.

بلخوا د بخښني نړيوالي ادارې د سليم شهزاد وژنه د انساني حقوقو سر غړونه بللې او ويلي يې دي چي د پاکستان استخباراتي ادارې له سختو تورونو سره مخ دي چي دوی د يو شمېر خبريالانو، وکيلانو او د بشري حقوقو لپاره د مبارزه کوونکو په وژنه کي لاس لري.

اداره زياتوي چي د وژل شوي خبريال له لومړنيو نښو څخه دا اندازه لګول کېدای شي چي دا هم په تيرو وختونو کي په صوبه بلوچستان کي د هغو عملياتو پراختيا ده چي په ترڅ کي يې سیاسي کارکونکي ،خبریالان او استادن تښتول شوي او وژل شوي دي.

د بخښني نړيواله اداره غوښتنه کوي چي حکومت بايد په هر قيمت په دې پېښه کي ککړ کسان ونيسي او د هغو خبريالانو ساتنه وکړي چي د خپل کار د تر سره کولو پر وخت په نښه کيږي.

د دې سربېره د بې پولي خبريالانو ټولني ويلي دي چي د سليم شهزاد په وژنه له سختې صدمې سره مخامخ شوي او د نوموړي له کورنۍ او ملګرو سره د خپل بشپړه ملاتړ څرګندونه کوي.

ټولنه زياتوي چي سليم شهزاد يو تجربه کاره خبريال و چي پر ډيرو حساسه موضوعاتو يې کار کولو او داسي ښکاري چي د هغه رپورټونو د حکومت او وسله وال پوځ کسان پرېشانه کړي وو.

ټولنه پر پاکستاني ولسمشر او وزيراعظم ټينګار کوي چي دغه وژنه په کلکه وغندي او هغه کسان ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري چي په دغه پېښه کي ککړ دي.

د خبریال سلیم شهزاد مړی پرون د ګل ورځ په منډي بهاوالدین کې او د هغه موټر په سرای عالمګیر کې موندل شوی.ځايي پولیس وايي دده مړي یې د خیریه ادارې ایدهي سېنټر منډي بهاوالدین ته وسپارلی.

د ایدهي سینټر مشر ډاکټر شهزاد چیما له مشال ريډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د هغه مړی ضلعي روغتون ته د پوسټ مارټم لپاره یوړی

او بیا یې د پیژندګلو لپاره په ښار کې وګرزولی چې خپل خپلوان یې پیدا نشو نو یې امانت د ورځې درې بجې په ځايي هدیره کې خاورو ته وسپارلی.

او بیا پرون یې کورنۍ ته مړی ملاو شو چې نن یې په کراچۍ کې خاورو ته وسپارلی.

په مۍ میاشت کې دا دویم خبریال دی چې د نامالومه وسلوالو کسانو لخوا وژل کیږي.د روانې میاشتې پر یولسمه نېټه د خیبر اجنسۍ خبریال نصرالله اپریدی په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG