د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای ایس ای مشران په ممبۍ بریدونو نه وو خبر .هیډلي




په امریکا کې دممبۍ ترهګر بریدونو په تور کې د نیول شوي تن ډیوډ هیډلي د کیس اوریدنه په هند کی ډیره د نزدی نه وکتلۍ شوه، ددغه بریدونو پړه هند د پاکستان په استخباراتي اداري ای ایس ای لګوي .په دې اړه د رایټرز او ای ایف پي خبري اژانس د لیکونو مهم ټکي زمونږ همکاره فرخنده وزیر وړاندې کوي.

اې ایف پي خبري اژانس لیکی، په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ ښار کې د ترهګرو بریدونو په تور کې نیول شوی ډیوډ کولمین هيډلي د امریکا په شکاګو کې په یو عدالت کې ویلي،د هغې حملې نه د پاکستان د استخباراتي اداري ای ایس ای مشران نه وو خبر.

په هیډلی د ترهګرۍ ۱۲ تورونه دي، چې پکې مهم یو یې د ممبې د حملې تور دی .په عدالت کې د خپل کیس اوریدنی پر مهال یي ویلي ، د ممبۍ د ترهګر بریدونو په اړه د ای ایس ای یو څو کسانو مالومات لرل . او زیاتوي په دې لړ کې دی یوازې د میجر اقبال پیژندګلو کولی شي ، چې دده سره به یې رابطه کوله.

د ممبۍ ترهګر بریدونه چې پکی ۱۶۶ کسان وژل شوي وو، تر څلورو کالو پورې یې د پاکستان او هند تر مینځ خبري د ځنډ ښکار کړې وې ، چې بیا دا خبرو دا لړۍ د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوه.

رایټرز خبري اژانس لیکي، هیډلي د تهور رانا په کیس کې د یو مهم ګواه رول لوبوي. رانا چې یو پاکستاني نژاد کېنیډایي دی ، د ممبۍ حملو په تو ر کې نیول شوی دی . په ۵۰ کلن رانا دا تور هم دی ، چې د پاکستان اورپکې ډلې لشکر طیبه ته مالي مرستې برابروي، او دا وخت یې په امریکا کې د کیس اوریدنه هم روانه ده ، چې پکي ورته دعمر قید سزا ورکول کیدای شي.

په ممبۍ بریدونو کې د نیول شوي رانا او هیډلي د کیس اوریدنه په داسې وخت کې روانه د ه، چې د تیرې میاشتي په دویمه نیټه د اسلام اباد نه شاو خوا ۵۵ کلومیټره لرې امریکایي کمانډوز د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه، چې له کبله یې پاکستان سخت سیاسی کړکیچ ته ودراوه.

خبري اژانس ای ایف پي لیکي، هیډلې او رانا په یو شمیر ترهګر منصوبو کې یو ځای کار کړی ، په دواړو د ډنمارک په کوپن هیګن ښار کې هم د ترهګر منصوبې جوړولو تور دی.

هیډلې په عدالت کې ددې خبرې ګواهي هم ورکړه ، چې دوی داسې منصوبه هم لرله، چې د امریکا د یوې دفاعي کمپنۍ مشر لاک هيډ مارټن ووژني ، چې بې پایلټه ډرون الوتکې جوړوي .

په عدالت کې د خپل کیس د اوردنې پر مهال هیډلي دا هم ومنل، چې دوی به کومه منصوبه هم جوړوله ، نو اول به یې په ګوګل ویب پاڼه د هغې په اړه ټول مالومات تر لاسه کول .

په شکاګو کې د دی کیس اوریدنه په هند کې ډیر په غور وکتلی شوه، چې دا شان دوی د ممبۍ په ترهګر بریدونو کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه پوره مالومات تر لاسه کړي .
XS
SM
MD
LG