د لاسرسي ځای

تازه خبر

زوی چې مې د مزدورۍ شو ترهګرو رانه واخیست


د شوکدر ځانمرګي بمي برید ۳۶ تنه ووژل او په لسګونه نور یې ژوبل کړل
د شوکدر ځانمرګي بمي برید ۳۶ تنه ووژل او په لسګونه نور یې ژوبل کړل
دمهمند اجنسۍ اتلس کلن شیر عالم خان چې دمې میاشتې پر دیارلسمه نېټه د چارسدې په شوکدر(شبقدر) کې د وسلوالو طالبانو په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شو.

هغه د ایف سي کلا شوکدر دروازی مخې ته په یوه هوټل کې مزدوری کوله چې په چاودنه کې د کورنۍ دغه یک یوازې ځوان تن ترهګرو ترې واخیست.


د هغه ویرلړي مور پلار وايي له کومې بدې پیښی نه د بچ کیدو لپاره چې هغوی خپل پلرنی ټاټوبی کلي امبارمهمند ایجنسۍ پرېښوده همهغسې ناورین یې په بې کورۍ کې ولید.

د وژل شوي شیر عالم خان پلار دلبر خان پردۍ مزدوري کوي او مور په نیمايي ګټه پردی څاروي ساتي.
XS
SM
MD
LG