د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرام شا کې چاودنې دوه تنه وژلي لس ژوبل




ځايي چارواکي وايي، چاودنه نن سهار یولس نیمې بجې د میرام شا بازار په یوه هوټل کې شوې ده چې په کې یو ماشوم وژل شوی او اته کسان ټپي شوي دي. په چاودنه کې د هوټل ودانۍ ته هم سخت زیان رسېدلی دی.

خو د میرام شا د روغتون سرچینې وايي،چې لس ژوبل کسان یې وروړي دي او پکې د دوو حالت مرګونۍ ښودل کېږي.په ژوبل شویو کې پنځه ښځې او څلور انجونه او هلکان یو ۲۵ کلن ځوان دی.

په میرام شا کې یو کس چې پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې ،مشال ریډیو ته وویل،چاودنه وشوه خو پته یې ونه لګېده چې څنګه وشوه،د هوټل دوې کوټې ورانې شوې دی،او نور زیان هم رسېدلی دی.دی وايي داسې چاودنه یې وړاندې په بازار کې نه ده لیدلې.

خپله ځايي انتظامییه هم وايي چې دا بم په دې هوټل کې بروت وو چې په چاودېدو سره یې ولسي وګړو ته زیان ورسولی.

د پېښې پړه لا تراوسه چا په خپل سر نه ده اخیستې.

شمالي وزیرستان د ځايي،افغان او بهرنو مشکوکه اورپکو ترهګرو ډلو یو ټينګ مرکز بلل کېږي چې له کبله یې پر پاکستان د امریکا لخوا سخت فشار دی چې دالته دي پوځي عملیات وکړي چې د دوی په خبره په دې سیمه کې د ترهګرو له پټو مرکزونو څخه په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کېږي.
XS
SM
MD
LG