د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي افریقا ولسمشر په لیبیا کې اوربند راوستو ته تللی


تمه ده د جنوبي افریقا ولسمشر جیکب زوما نن د لیبیا پلازمېنې طرابلس ته د اوربند د یوې بلې هڅې په موخه لاړ شي.

تر دې مخکې هم یو ځل زوما د افریقايي ټولنې په استازيتوب د افریقا د ځېنو نورو هېوادونو له مشرانو سره طرابلس ته تللی وو.

د منځګړیتوب له لارې د اوربند پخوانۍ هڅې ناکامه شوې وې. ځکه چې واکمن معمر قذافي د خپلې دندې له پرېښودو انکار کړی وو او یاغیانو ویلي ول چې تر هغې به خبرې اترې و نه کړي چې قذافي استعفا ور نه کړي.

یاغیان په لیبیا کې د قذافي پر ضد د فبرورۍ له میاشتې راهیسې جنګېږي. په مارچ کې ناټو د ملګرو ملتونو امنیتي شورا له پرېکړه لیک سره سم، په لیبیا کې د نه الوت زون جوړ کړ ځکه چې د قذافي ځواکونو پر یاغیانو بریدونه کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG