د لاسرسي ځای

ناټو په جنوبي افغانستان کې د یوې هوايي بمبارۍ پر مهال د ولسي وګړو پر وژنې بښنه غوښتې ده.

د هېواد په جنوب غرب کې د ناټو په مشرۍ کې نړیوال سوله ساتي ځواکونو یا آیساف یوه قوماندان مېجر جنرال جان تولان په یوه بیان کې ویلي ځواکونو په هېلمند ولایت کې یو کمپاونډ په نښه کړ.

د نوموړي په خبره دوی فکر کاوه چې دا وداني وسله وال کاروي. بیان وايي په یاد شوي کمپاونډ یا ودانۍ کې ولسي وګړي ول. بمباري تر هغې وروسته وشوه چې یو امریکايي سرتېری ووژل شو او پینځو یاغیانو په ودانۍ کې ځان پټ کړ او جګړې ته یې دوام ورکړ.

بیان زیاتوي ناټو به د افغاني کلتور ترمخې د ښکار شویو کورنیو ته تاوان ورکوي. په هېلمند کې چارواکي وايي د شنبې یا خالي په ورځ په شوي برید کې ۱۴ ولسي وګړي ووژل شول چې ۱۲ په کې ماشومان ول.
XS
SM
MD
LG