د لاسرسي ځای

د اسلامپاله جنګیالیو تر ولکې لاندې د یمن په جنوبي ښار کې پر پوځیانو غلچکی برید شوی دی. رپورټونه وايي په دې برید کې څلور یمني سرتېري وژل شوي او اووه ژوبل دي.

رپورټونه دا هم وايي د جمعې په ورځ په سلګونو وسله والو د ساحلي ښار زېنجبر واک تر لاسه کړ او بیا د اوونۍ د پای پر مهال هم په ښار کې نښتې روانې وې.

د دې وسله والو په اړه ویل کېږي چې د عربي جزیره نما له القاعده سره سره تړاو نه لري. د مخالفو جنرالانو یوې ډلې پر ولسمشر علي عبداله صالح تور پورې کړی چې وسله والو ته یې سیمه پرېښې ده.

دې جنرالانو د پوځ پر ټولیو غږ کړی دی چې د ولسمشر د لرې کولو لپاره دې په مظاهرو کې برخه واخلي. په یمن کې له څلورو میاشتو راهیسې مظاهرې روانې دي. همدا مهال امنیتي سرتېرو په تایز ښار کې پر مظاهره چیانو د برید پر مهال څلور کسان وژلي دي.
XS
SM
MD
LG