د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني تر ۲۰۲۲ زکال پورې خپل اټومي برېښنا کوټونه تړي


په جرمني کې ایتلافي حکومت اعلان کړی دی چې تر ۲۰۲۲ ز کال پورې به د هېواد د اټومي انرژۍ ورکوونکي ټول پلانټونه وتړي.

دا پرېکړه پر داسې مهال شوې چې په دې هېواد کې د اټومي بټیو د خوندیتوب په اړه بحث روان دی. دا بحث د مارچ په میاشت کې د جاپان تر زلزلې او څونامي وروسته پیل شو چې له کبله یې د فوکوشیما اټومي بټۍ اغېزمنې شوې او ناورین یې رامنځ ته کړ.

له دې پرېکړې سره جرمني لومړی صنعتي پرمختللی هېواد شو چې له اټومي انرژۍ یې لاس واخیست. د دې پرېکړې ترمخې حکومت به هغه بټۍ بیا نه چالو کوي چې د جاپان تر ناورین ورسته تړل شوې وې. د ماحولیاتو وزیر ناربرټ رویتګن ویلي تر ۲۰۲۱ پورې به نورې شپږ بټۍ او تر ۲۰۲۲ پورې به درې وروستۍ بټۍ هم وتړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG