د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کندهار کې قومي مشران وژلي


د افغانستان په كندهار ولايت كې ځايي چارواکي وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ په نلغم سيمه کې دوه قومي مشران وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي دي. چارواكي زياتوي،چې يادو مشرانو له دولت سره هيڅ اړيكې نه درلودې اونه هم د شورا غړي وو.

د ژيړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي وايي، چې دغو قومي مشرانو تېر مازديګر د ځايي چارواکو سره د سيمي د ستونزو په اړه غونډه ترسره کړه او کله، چې دوى کورته روان وو په لاره کې د وسله والو تربريد لاندي راغلل.

دولسوال په وينا، چې په دې بريد کې دوه قومي مشران وژل شوي او څلور نورژوبل دي.په افغانستان او په تېره په کندهار کې وسلوالو اورپکو طالبان په سلګونه قومي مشران وژلي دي.او بل پلو پر ډیورنډ کرښه د پاکستان لور ته د پښتنو په قبایلي سیمو کې هم ګڼ شمېر قومي مشران د اورپکو طالبانو لخوا وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG