د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال ریډیو د لوبو اوونیزه خپرونه


سري لنکا: د سري لنکا لوبغاړی جی وردنې. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ شلمه
سري لنکا: د سري لنکا لوبغاړی جی وردنې. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ شلمه
د مشال ریډیو د لوبو په اونیزه خپرونه کې د پاکستان ، خیبر پښتونخوا ، افغانستان او نورې نړۍ د لوبو په اړه تاسو ته خبرونه ، رپوټونه ، مرګې او څېړنې وړاندې کیږي .

دا خپرونه تاسو هره اونۍ د شنبې په ورځ د مشال ریډیو په هغه خپرونه کې اورېدلای شی چې د پېښور له وخت سره سم د غرمې له( ۱:۰۰) بجې څخه تر (۲:۰۰) بجو پورې وړاندې کیږي.

د دې اونۍ په خپرونه کې د پاکستان او ایرلېنډ د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د دوو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په اړه رپوټ واوری ، د انډین پریمیر لیګ د پای لوبې په اړه هم حال درکوو ، په بل رپوټ کې به واوری چې پر دې سربېره چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان له اې لوبډلې سره د لوبو لپاره په دې ملک کې ده خو بیا هم سري لنکا د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ ، بیا به په یوه رپوټ کې واوری چې پاکستان په دوبۍ کې د سنوکر د نړیوال چمپېن شپ لپاره خپل لوبغاړي ټاکلي دي او هم دا ډول له کوټې څخه د سیمه ییزو لوبو په اړه اونیز رپوټ هم د دې خپرونې برخه دی.

د مشال ریډیو د لوبو د اونیزې خپرونې کوربه بوریوال کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG