د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعدې خپلمنځیو اختلافاتو اسامه ووژلی.ورځپاڼې



مجید بابر مشال ریډیو

په ايبټ آباد کي له پوځي چاوڼۍ سره نزدي د القاعده شبکی د مشر اسامه بن لادن وژني که يو خوا دا پوښتني رامينځته کړي دي،چي په دغه سيمه کي د اسامه بن لادن او د هغه کورنيپه خوندي توګه ساتل د پاکستان د پوځ او استخباراتي اداري اي ايس آي د مرستي نه بغير نه شي کيدی نو بل خوا د امريکا ورځپاڼه شکاګو ټريبيون ، بريتانوي ورځپاڼه ډيلي ميل او کويتي ورځپاڼه الوطن په خپلو بيلا بيلو راپورونو کي ليکي چي اسامه بن لادن د خپل کلک ملګري ډاکټر ايمن الزواهري د بي وفاي ، ذاتي تاو تريخوالي او مخبري له کبله امريکا په نښه کړو او ويې وژلو.


ورځپاڼه شکاګو ټريبيون ليکي چې د دواړو تر مينځه دا اختلافات تير کال دومره زيات شو چی بيا یې د يو بل سره ليده کاته هم بند کړل، او بيل شول.

ددغه ګنګوسو او راپورونو په اړه څيړونکي او خبر يال رحيم الله يوسفزي واي چي،

چي په القاعده کي د بيلا بیلو هيوادونو، نظريو، او جهادي ډلو خلک شتون لري، او زياتوي چي ددوي په خپلو کي اختلاف هم شته خو وایي چی دا اختلاف به دومره نه وي چی دبن لادن مخبري ته به رسيدلی وي.


ورځپاڼه ډيلي مېل ليکي چي دا اختلافات ښکاره دي او ځکه نه صرف دا چي بن لادن ووژل شو بلکي د هغه د وژني نه پس په کراچي کي يو بل د بن لادن کلک ملګری ابو صهّيب المکي هم اونيولي شو او يو شمیر نور د القاعده غړي هره ورځ په قبايلی سیمو کې په ډرون بريدونو کي هم وژلی کيږي.

ورځبانړه زياتوي چي په القاعده کي د مصری غړو شميره زياته ده او د ايمن الزواهری په مشري کي اوس دغه ډله غواړي چی د ددغي ډلي واک په خپلو لاسو کي واخلي.
XS
SM
MD
LG