د لاسرسي ځای

نن به ډاکټران پريکړه کوي چې آيا د بوسنيا جنګې جنايتونو په تور نيول شوی رادکو ملادیچ په روغتيايي لحاظ د دې جوګه دی چې د عدالت يوې اوريدنې ته حاضر شي او کنه؟

د بوسنيا د پوځ پخوانی مشر ملادچ مشر وکيل عدالت ته ويلي وو چې پلټنې کونکې جج بايد د دوی موکل نه پوښتنې ونکړی ځکه چې رادکو ملادیچ په نفسياتې توګه د دې جوګه نه دې چی ځوابونه ووايي.

چارواکي ملادیچ د ملګرو ملتونو دجنګي جنايتونو نړيوال عدالت ته په سپارلو غور کوي.

پر ملادچ د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو کې د بوسنيا په جګړه کې د عام وژنې تورونه دي.
XS
SM
MD
LG