د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومبۍ بریدونو د دوو تورونو عدالتي کاروايي وشوه


په ۲۰۰۸ کال کې د هیند پر مومبی ښار د پاکستاني وسله والو د برید د قضیې یوه مهم شاهد ډیویډهېډلی په زیارت ورځ د پلټنو پر مهال وویل، له ده څخه دا تېروتنه وشوه چې خپل ملګري تهوررانا ته یې د هغه برید پلان په ډاګه کړ.

هېډلي خپل ملګری تهوررانا چې په پاکستان کې زېږېدلی تورن کړ، چې د دې حملې د پلان په جوړولو کې شریک و.

هېډلي منلې ، چې له تهور رانا سره د مومبی د حملې د پلان په شریکولو سره یې د جاسوسۍ د زده کړو له هغو اصولو سرغړونه کړې، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې ای اېس ای او د لشکر طیبه ډلې له خوا ده ته ورکړل شوي وو.

د مومبی پر تاج هوټل د ۲۰۰۸ کال په حمله کې چې ګومان کېږي لشکرطیبه ډلې به کړې وي، یوسلو شپېته کسان وژل شوي وو.

په امریکا کې زېږېدلی ډیویدهېډلي چې پلار یې پاکستانی دی خپل دا جرم منلی چې حمله کوونکو ته یې اهداف په نښه کړي او د هغې ډنمارکۍ ورځپاڼې پرضد چې د اسلام د پیغمبر کارټونونه یې خپاره کړي وو، د حملې لپاره یې یوبل پلان جوړ کړی و خو هېڅکله عملي نه شو.


رانا هم تورن دی، چې د مومبی او پر ډنمارکۍ ورځپاڼې د برید په پلانونو کې یې لاس درلود او همدا راز له لشکرطیبه سره یې مرسته کړې او که یې جرم ثابت شي ښايي ۵۰ کلن کاناډایي په عمري بند سزا شي.

د مومبی په برید کې د پاکستاني حکومت د لاس لرلو د نښونښانو په خاطر د دې محاکمې لړۍ په ډېر کره والي سره څارل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا ښايي د پاکستان او امریکا په اړیکو کې کړکېچ چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پیدا شوی ، له دې سره نور زیات شي.

رانا وايي، چې د هیډلي له خوا تېراېستل شوی او دی د مومبی له حملې هېڅ خبر نه و. هیډلي ادعا کړې چې په مومبی کې د پلټونکې کاروايي په بهیر کې د میجر اقبال په نوم د ای اېس ای یوه اجنټ لارښوونه ورته کوله.

د رانا مدافع وکیل چارلزسویفټ له هیډلي پوښتنه وکړه، چې له میجر اقبال سره د اړیکو په اړه کوم سند لري؟ او زیاته یې کړه چې دی ان د ای اېس ای د دې اجنټ پته نلري او موندلای یې نشي خو هیډلي چوپه خوله پاتې شو.

هېډلي دا اونۍ په خپلو اعترافونو کې ویلي و، چې د ای اېس ای او د پاکستان د پوځ ځینو عناصرو، په خاص ډول د پوځ یوه ریټایرډ میجر چې ده د پاشا په نوم پېژنده، د مومبی د حملې چارې سنبالوې.

اقبال او پاشا د هغو شپږو کسانو له ډلې دي چې په امریکا کې د مومبی په حملو کې په لاس لرلو تورن دي خو نیول شوي نه دي.

هېډلي د خپل جرم په منلو او په عدالت کې په خپلو اعترافاتو سره د مرګ له سزا سزا ژغورل شوی او پاکستان ته هم نه سپارل کېږي.

په پام کې ده د دې دواړو تورنو عدالتي کاروايي چې تقریباً نیمايي برخه یې تېره شوې، څلور اونۍ دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG