د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو ه داسې نړۍ چې په درواغو چلېږي



ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون

ژباړه: پامیر ساحل


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون کې د فیصل نقوي یوه لیکنه خپره شوې چې په کې نوموړی وايي د پاکستان حکومتونه د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو په ښکاره احتجاج کوي، خو په ریښتوني ډول په پټه یې د دې بریدونو غوښتنې کړې دي.

د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون کې د فیصل نقوي په مقاله کې ویل شوي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه به د کمیو لیدونکیو نقادان وايي چې غوسه په څه ده؟ په پاکستان کې خو هر باشعوره سړی له دې خبر دی چې حکومت په پټه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه مني.

د لیکوال په خبره، ځواب دا دی چې نه. لومړی خو دا ډېره اړینه ده چې ریښتیا وویل شي، او تر ټولو مهمه ده چې د درواغو ویلو قیمت هم باید ورکړل شي.

فیصل نقوي لیکي، جمهوریت چې کار کوي، او یا هم ترې تمه کېږي چې کار دې وکړي، نو د طاقت د یوه نازک توازن ترمخې یې کوي. خلک خپل استازي نوموي، هغوی بیا کابینې ته رسېږي او بیا د خلکو مشري کوي.

مشرتابه دې ته اړ نه وي چې تل له ولس سره مشوره وکړي، بلکې هیڅ مشورې ته اړ نه وي. خو د دې لپاره پړ وي چې وخت په وخت ولس له دې خبر کړي چې دوی څه کوي؟

په مقاله کې لیکل شوي د درواغو سره لویه ستونزه دا ده چې دا د حکومت او ولس ترمنځ ارتباط یا اړیکی ختموی. درواغ جذبو ته زیان رسوي او هر هغه هېواد چې مشران یې درواغجن وي نو هلته د ولس او مشرانو ترمنځ رښته هم د ویرې ښکار وي.

د پاکستان په معامله کې هم دا رښته ټینګه او پیاوړې نه ده. په دې معامله کې وروستۍ پایله دا وي چې د حکومت یوه پرېکړه هم مشروعیت نه لري ځکه چې یوه پرېکړه هم په سپینو ټکو کې په رسمي ډول ولس نه ده منظوره کړې. پر دې سربېره، ولس تل په مسلسله لړه کې پرېښودل شوی دی چې هر یو کس چې څه یې زړه وي وايي او دا ویره هم نه وي ورسره چې ضد و نقیض به رامنځ ته شي.

په دي اېکسپرېس ټریبیون کې د فیصل نقوي په مقاله کې لیکل شوي د ارادي درواغو د تګلارې دا پایله ده چې ولس د جنګ په حالت کې اوسي او له دې نه دی خبر چې څوک له چا سره جنګېږي او ولې؟ د بېلګې په ډول په پاکستان کې یوه رسنیزه اداره چې ډېره لویه ده په کې مسلسل داسې تبصرې او تجزیې خپرېږي چې واضح پیغام نه دی او په کې ویل کېږي چې پاکستان له اسلامپاله اورپکي توب سره هیڅ اساسي و ښکاره ستونزه نه لري، او که دا زړورتیا وشي چې له امریکا سره اړیکي پرېښودل شي نو ټولې ستونزې به هوارې شي.

لیکوال لیکي له دې نظر سره اختلاف کوي، خو په پاکستان کې داسې ښکاري چې نه خو حکومت او نه هم پوځ د دې زړورتیا لري چې په ښکاره ډول خپلې ارادې بیان کړي. که چېرې حکومت دا محسوسوي چې دا جګړه د دوی نه ده نو و دې وايي او بیا دې ځان پایلو ته هم چمتو لري.

برعکس، که چېرې حکومت دا محسوسوي چې اسلامپاله اورپکيتوب اصلي ستونزه ده نو مخکې دې راشي او و دې وايي. همداسې عمل باید د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو هم وکړي.

د مقالې په پای کې لیکوال د ابراهام لېنکن په وینا زیاتوي چې له ځېنو خلکو سړی تل بې وقوفه جوړولای شي، او له ټولو خلکو سړی کله کله کم عقل جوړولای شي، خو سړی ټول خلک هر وخت بې وقوفه نشي جوړولای.
XS
SM
MD
LG