د لاسرسي ځای

امريکايې چارواکو د ملا عمر له لوی سلاکار سره ليدلي




رپورت: نيویارک ټایمز

ژباړه:عبدالحی کاکړ


د امريکا ورځپاڼې نيویارک ټایمز وايي چې امريکايې چارواکو په وروستیو میاشتو کې درې ځله د طالبانو د مشر ملا عمر له يوه لوړ پوړي سلا کار سره ليدلي دي.

ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولې ليکې چي د جرمني او قطر په مرسته د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت او استخباراتي ادارې سي آی اې چارواکي د ملا عمر له سلا کار طيب آغا سره په شوو غونډو کې ناست وو.

نیويارک ټایمز وايي لوړ پوړو افغان او لويديځ چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط تصديق کړی چې امريکايي چارواکو د ملا عمر له سلا کار طيب آغا طيب سر ليدلي دي.


ورځپاڼه زياتوي چې د ځینو غونډو کوربتوب جرمني او قطر کړۍ دي. که څه هم د جرمنی د بهرنيو چارو د وزارت ویاند د غو نډو له کيدو انکار کړی دی خو ورځپاڼې له ځينو چارواکو سره د شوو مرکو په اساس وايي چې يو شمير غونډې شوېدي.

دوی زياتوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مايکل سټينر په غونډو کې د مينځګړي په توګه موجود وو.

نیويارک ټایمز د چارواکو له خولې وايي ، چې که څه هم طالبان په ښکاره انکار کوي خو د طيب آغا په غونډو کې ګډون د طالبانو د خبرو اترو په اړه د دوی جدي والی په ګوته کوي.

ورځپاڼه پر مخ لیکي چې پاکستان په غونډو کی برخه نه درلوده.

ورځپاڼه پر مخ کاږي چې که څه هم کابل ، واشنګټن او د ناټو نور هيوادونه پر پاکستان له طالبانو سره د ملاتړ شکونه کوي نو هغه خلک چې له طالبانو سره د تماسونو هڅي کوي، غواړي چې طالبان د پاکستان له نفوذه لیري و ساتي.

خو په سيمه کې يوه لويديځوال ډپلوماټ نيويارک ټایمز ته ويلي دي چې ، تاسو د پاکستان پرته روغه جوړه نشی کولی ځکه چې هغه یې ورانولی هم شي.


نیويارک ټایمز وايي چې دخبر اترو دا بهير د اسامه بن لادن د وژنې وروسته له طالبانو سره د سولي غو ښتلو په ترڅ کې د اوبامه انتظا میيه په رويه کې ښکاره بدلون په ګوته کوي.

نیويارک ټایمز وايي چې اوباما انتظاميه پر يوه وخت د خبرو اترو دوه بيل بيل بهيرونه پر مخ وړي. له يوې خوا د امريکا، افغانستان او طالبانو، او بلخوا د امريکا، افغانستان او پاکستان تر مينځ د خبرو اترو لړۍ ته دوام ورکوي.

د ورځپاڼې په وينا داسي بریښي چې پاکستان د امريکا له دې تګلاري څخه مطمینه ښکاري او د بهرنيو چارو يو لوپوړې چارواکې سلمان بشير يې په کابل کې د سه شنبې په ورځ د درې هيوادونو ترمينځ خبرو اترو ته ور وليږې.
XS
SM
MD
LG