د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاروبار لپاره غوره ځای امریکا او انډونیشییا



ګل آیاز مشال رېډیو

د امريکا دوه څيړونکو ادارو ګلوبل سکين، پيپا او بي بي سي ته په يوه ګډه سروې کې وايي چې په ګرده نړې کې انډونيشيا او امريکا د کاروبار لپاره غوره هيوادونه دې.

دا سروې په ۲۵ هيوادونو کې ښويده اؤ ۲۴۰۰۰ کسانو نه پکې پوښتنې شوې دي.

د سروې ترمخه د انډونيشيا او امريکا نه علاوه کينيډا، هیند او اسټريليا هم د کاروبار لپاره غوره هيوادونه دي. د دې په پرتله کولمبيیا، مصر، ترکي او روس د کاروبار په لحاظ غوره هيوادونو کې شامل نه دي.


سروې وايي چې په امريکا او چين کې خلک فکر کوي چې د دوی نوښت او کارونه د انډونيشيا هيواد نه لاندې دي. سروې د اسیا په اړه وايي چې د پاکستان نه علاوه ټول اسیايي هيوادونو کې د کاروبار لپاره غوره ماحول دی او ولس هم مطمين دی.

اسیايي هيوادونو کې انډونيشيیا په لومړی، هیند په دویم اسټريليا په څلورم او دغه شان چين او فلپياین کې د کاروبار لپاره غوره ماحول دی.

سروې وايي چې اسیايي هيوادونو کې زياتره خلک وايي، چې د نوي کاروبار شورو کولو کې له يو شمير ستونزو سره مخامخ دي. چين او فلپياین کې ۷۵ فيصده هند او کې ۶۸ فيصده ولس پراميده دي چې د دوی هيواد د کاروبار په لحاظ ښه دې بلخوا پاکستان کې ۴۴ فيصده ولس پراميده دی چې دا هيواد د کاروبار لپاره غوره دی.

سروې وايي چې پاکستان کې اکثريت ۴۲ فيصده فکر کوي چې د نوي کاروبار پيلولو کې ستونزې لرې يواځې ۳۸ فيصده پاکستانی ولس وايي چې دوی نوي کاروبار کې هيڅ ستونزي نه لري.

سروې وايي چې افريقايي هيوادونو کې د نوي کاروبار سنجولو شرح د يورپ نه ډيره زياته ده. د يورپ جرمنې، برتانییا، اټلي ، فرانس، روس داسی هيوادونه دې چېرته چې خلکو سره د نوي کاروبار سنجولو شرح ډيره کمه ده.
XS
SM
MD
LG