د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او چین ملګرتیا او پر امریکايي اړیکو یې اغېز


لیکنه :فاینانشل ټایمز

ژباړه:ملیحه امیرزاده


په فاینانشل ټایمز ورځ پاڼه کې لیکوال ډیویډ پلنګ لیکي ، په ورستیو کې د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د چین سفر نه د ۵۰ جیټ الوتکو د وعدې سره واپس راغلو، چې چین ورسره کړې ده. نوموړي د خپل سفر نه وروسته د چین ستاینه کوله. او یې ویل چې د نړیوالو چارو په اړه یواځې د چین غږ سم دی.

د لیکوال په خبره پاکستان چین خپل تل پاتي ملګرې ګڼي. چې دا سې اشاره ورکوي ګنې امریکا یی یو همېشنی ملګرې نه دی. لیکوال وایي، په پاکستان کې اوس هم ډیری خلکو امریکا د دې لپاره نه ده بخښلې چې په ۱۹۸۹م کال کې له افغانستان نه د شوروي اتحاد د وتلو نه وروسته یی پاکستان یواځې پرې ایښی وو.

د امریکا په پرتله چین تل پاکستان ته وسله ورکونکې هیواد دې. خو بل خوا په ۱۹۹۰م کال کې د اسلام آباد د آټومي پروګرام په ترڅ کې پرپاکستان امریکا بندیزونه لګولي وو.

لیکوال وایی بیا وروسته د ستمبر ۲۰۰۱ م کال د پیښې نه وروسته د همکارۍ لپاره یو وارې بیا امریکا پاکستان ته مخه وکړه او هم یې ورته د اوږدې ملګرتیا وعدې ، خو په اسلام آباد کې عام تاثر دا و چې په راتلونکي کې به امریکا له افغانستان نه ووځي او یو وارې بیا به پاکستان د یو نا آرامه ګاونډي سره پریږدي.

د لیکوال په خبره دا اندیښنې په ریښتیا ثابتیږی. امریکا د افغانستان نه د وتلو او ۲۰۱۴م کال پورې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته د سپارلو تیاري کوي. لیکوال وایی په ایبټ آباد کې د پوځي چاؤنۍ سره نیږدې اسامه بن لادن د وژلو سره دا بحث تود شوې چې آیا واشنګټن اسلام آباد ته مالی مرستې ورکول بند کړي که څنګه؟

امریکا اندیښنه لري چې آی ايس آی ته که د بن لادن په اړه معلومات وو او که نه هم وو دواړه خبرې ښه نه دي. لیکوال زیاتوي د ایبټ آباد د پيښې سره دا شک پیدا شوی چې آی ایس آی د امریکا سره دومخې لوبه یا ډبل ګیم کوي. یعني یو خوا ته د ترهګرو د مخنیوي لپاره د امریکا نه پیسې اخلي او بلې لورې ته یی ترهګر په خپل هیواد کې ساتلي دي.

لیکوال د ایبټ آباد د پیښې نه وروسته د امریکا او چین غبرګون پرتله کوي او وایي چې په اړه یي د چین رویه نرمه وه . لیکوال د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې یوې مقالې ته اشاره کوي چې د چین یو چارواکي د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې د پاکستان د میړانې ستاینه کوله. خو مقالې کې دا لیکل شوي چې امریکایی میډيا د پاکستان په کردار نیوکې کوي او وایي چې هغه درناوې ورته نه دي ورکول پکار کوم چې ورته ورکول کیږي.

لیکوال ليکي پاکستان د چین د دې رویې قدر کوي نو ځکه په بیجینګ کې یوسف رضا ګیلاني چین ته د ګوادر بندر سپارلو وړاندیز وکړ چې دې ته یی اشاره ورکوله ګنې دغه بندرګاه دې د چین د بحري ځواکونو لپاره مرکز جوړ شي. پاکستان له اول نه د چین سره تجارتي اړيکي لري او غواړي چې چین دې ورته ډیمونه او د بجلۍ آټومي مرکزونه جوړ کړي.

لیکوال وایي، دا یوه نوې خبره ده ځکه چې د شمالي کوریا او د برما نه علاوه ډیر هیوادونه دا فکر کوي چې د امریکا په مقابله کې چین هومره پیاړی نه دی نو ځکه یی امنيتي اړیکي د امریکا سره کلک کړي دي. خو پاکستان اوس چین د اقتصادي ملګري نه علاوه یو ښه امنيتي ملګری هم ګڼي.

لیکوال وړاندې لیکي پاکستان دا د نمایش لپاره او د امریکا د ویرولو لپاره کوي. چې پاکستان ته دې خپل امداد ورکول برقراره وساتي.
لیکوال د امریکا د خارجه پالیسۍ د یوه چارواکي له خولې ليکي چې امریکا که پاکستان پریږدي نو نتیجې به یی ښه نه وي. ځکه چې تیر ځل پاکستان د طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي وو. او خپل آټومي پروګرام یی غځولی وو.


په مقاله کې په پاکستان کې د یو پوهاند او لیکوال محسن حامد د خولې ليکل شوي چې بهرنی امداد د پوځ کنټرول په زیاتولو کې مرسته کړې ده خو پکار ده پاکستان بایید په خپلو پښو ودریږي . او خپله ټولنه دې په خپلو وسایلو باندې ودروي.

لیکوال په آخره کې د یو تجزیه کار جیمر بریزیر له خولې ليکي چې په روانو لسو کلونو کې به په پاکستان کې د امریکا موجودیت د چین په مقابله کې کم وي. لیکوال وایي ، که داسې وي نو پاکستان به لومړی سټراټیژیکي هیواد وي چې د امریکا نه به چین ته مخ وکړي او ورسره به یو ځایی شي.
XS
SM
MD
LG