د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته څه کول پکار دي.



لیکنه :دکن کرونیکل
ژباړه: پامیر ساحل


هیندي ورځپاڼې دکن کرونیکل لیکلي پاکستان د جهادي فکر، ترهګرۍ او د پوځي غرور او خود اعتمادۍ پر چاودېدونکو توکیو ناست دی. پر داسې مهال هیند پاکستان ته ویلی شي چې اوسنی حالت د پخوانیو غلطیو نتیجه ده، د مثال په توګه، پر پوځ له حده زیاته تکیه کول چې دولت به جوړ کړي، او ترهګرې ډلې په ختیځ کې د هیند او په شمال لویدیځ کې د افغانستان پر ضد استعمالول.


په دکن کرونیکل ورځپاڼه کې لیکل شوي که له کور سره په بل کور کې اور لګېدلی وي نو ګاونډیان باید اندېښمن شي. د پاکستان په کراچۍ کې د بحري ځواکونو پر اډې برید ښايي د حکومتي چارواکو زړه ور مات کړی وي، خو په پاکستان کې بحران تر هغې زیات ژور دی څنګه چې څو ورځې اګاهو ولیدل شو.

د ورځپاڼې په لیکنه دا باید هم هیند او هم نور ګاونډیان، امریکا او د نړۍ نور طاقتونه اندېښمن کړي. که چېرې د دې بحران مخنیوی و نه شي نو دا ټول برصغیر یا وړه وچه، امریکا او نور هغه هېوادونه چې نه دي خبر چې پاکستان چوي، په خپله ولکه کې اخیستی شي.

ورځپاڼه لیکي دا به په سیاسي توګه ناسمه وي چې که هیند د پاکستان لخوا د ترهګرۍ ښکار شي او بیا هم ورته دا خبرې کوي چې درته ویل شوي ول چې داسې به کېږي. کالونه کېږي چې امریکا هم په پاکستان کې ښه شهرت نه لري. د روانې میاشتې په پيل کې له اسلام اباده لږ لرې، په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کېدو د پاکستان د خلکو مخې ته د پوځ نوم ته تاوان ورساوه. همدا راز د پاکستان د بحري ځواکونو پر اډې برید وښودله چې څنګه د پاکستان پوځي ایسټیبلېشمنټ د ترهګرو ډلو د ګواښونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی چې تر سخت څار او ساتنې لاندې پر اډې برید کوي.

دکن کرونیکل لیکي تر ټولو ویروونکې خبره دا ده چې د پاکستان اټومي وسله د جهادي ډلو لاس ته ورتللای شي چې په دې لار بیا هغوی نړۍ بدنامولای شي او همدا راز د لا لوی اور بلولو پر لور یې بیولای شي. داسې جدي امکان هم تر سترګو کېږي چې پاکستان مات نشي. داسې حالت چې پاکستان دې ټوټې ټوټې وي د هیند او ټولې نړۍ لپاره له جوړ او یوه موټي پاکستانه زیات خپه کوونکی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه دا حالت یواځې د هیند د اندېښنې لپاره نه دی بلکې امریکا، اوروپا، روس او د پاکستان په ګاونډ کې نور هېوادونو هم باید په بېلا بېل کچ مشورې وکړي چې دا حالات په سم ډول وګوري.

ان دا چې چینایان هم چې د اېبټ اباد تر پېښې وروسته یې د پاکستان مورال لوړولو هڅه وکړه باید په دې امکان غور وکړي چې څه به کېږي که د پاکستان اټومي وسله د جهادیانو لاس ته ورغله او دا هم چې که پاکستان په وړو وړو دولتونو یا ریاستونو کې تقسیم شي.

دکن کرونیکل ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې هم زیاتره خلک د دې هېواد پر اوسمهال او راتلونکې اندېښمن دي. د پاکستان د پوځ په لوړپوړو کسانو کې هم ښايي ځېنې جنرالان له دې خبر وي چې د پاکستان دولت له کومو ګواښونو سره مخامخ دی، او په جزوي ډول د هغې لوبې له کبله چې د پاکستان د پوځ او جهادي ډلو ترمنځ روانه ده. دا ډلې تر کالونو پوځ د خپلې بهرنیو چارو د تګلارې او د جمهوري قوتونو د را برسېره کېدو پر وړاندې د موخو لپاره کارولې دي.

دکن کرونیکل ورځپاڼه لیکي د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني هم تر هغې وروسته چې د اېبټ اباد پېښه مخې ته راغله د خپل پوځ له نومه په خېل هېواد او په نړۍ کې ښايي خوشاله نه وي. هغه دا شرمندګي هم ولیده چې د آی اېس آی مشر د پارلېمان مخې ته حاضر شو او دا توضیح یې ورکړه چې ولې پوځ د دې وړ نشو چې د امریکا له هغو هیلي کاپټرو خبر شي چې په اېبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن پر کور برید وکړ.

دکن کرونیکل ورځپاڼه زیاتوي جنرال کیاني د پاکستان د ژغورنې لپاره کودتا هم کولای شي او ټول واک په خپل لاس کې واخلي. خو تر ټولو ښه لار دا ده چې له جهادي ډلو سره اړیکي وشلول شي او پر هغوی ګوزارونه وشي. دا ښايي پاکستان له بدترینو حالاتو د ژغورلو ښه لار ده.
XS
SM
MD
LG