د لاسرسي ځای

امريکا په پاکستان کې د خپلو پوځي کارکونکو شمېر کموي



د پاکستان مطبوعات لیکې ، د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویلي ، دوی پلان لري، چې په پاکستان کې د خپلو پوځي کارکونکو شمیره کمه کړې.

دوی دا فیصله یې د اسلام اباد له هغې غوښتنې وروستو کړې ، چې پکې واشنګټن ته ویل شوي وو ، د اسامه بن لادن د وژنې وروستو دې په پاکستان کې امریکا د خپلو پوځي کارکونکي په شمیر کې کمی راولي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکې، د امریکا په پاکستان کې څه باندې ۲۰۰ پوځیان موجود دي، چې زیاتره یې پکې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې روزنه ورکوي.
XS
SM
MD
LG