د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه تورونه رد کړي


د ایران د اټومي وسلو د مشر فریدون عباسي
د ایران د اټومي وسلو د مشر فریدون عباسي


د ایران د اټومي پروګرام مشر د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د څار ادري هغه رپوټ رد کړې ، چې پکې ادعا کېږي چې دوی ته داسې مالومات ترلاسه شوي چې پکې ویل شوي د ایران لانجمن اټومي پروګرام ممکنه پوځي بڼه لري.

د اټومي انرجۍ نړیوالې ادارې آی اې اي اې په یو رپوټ کې چې د تیرې نهې په ورځ یي خپور کړی وو ، ویلي دي، چې د نړیوالو بندیزونو او فشار سره سره ایران د یورینیمو د ذخیرو غني کول جاري ساتلي دي

اخوا د ایران سرکاري ټیلي ویژن د ایران د اټومي وسلو د مشر فریدون عباسي له خولې زیاتوي ، دغه ټول تورونه بې بنیاده دي، چې امریکا او د هغو نورو سرکښو ملګرو هیوادونو پرې لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG