د لاسرسي ځای

تازه خبر

دواب ولسوالۍ د افغان دولت په ولکه کې ده.جمالدین بدر


په افغانستان کې چارواکی وایی، اتحادی او افغان ځواکونو د دغه هیوا د شمال شرقي نورستان ولایت د طالبانو له ولکې ازاد کړی ، او کنټرول یی په خپل لاس کې اخستی دی.په دغه نښته کې د ۲۸ وسلوالو طالبانو د مرګ رپوټونه راغلي.

د نورستان والي جمالدین بدر وایی، ددغه ولایت غربي ولسوالي دواب چې وړاندې طالبانو په خپل کنټرول کې اخستې وه، او د دغه ټولې سیمې د کنټرول دړکې یی هم ورکړې وی اوس یی د طالبانو نه نیولې .

د افغانستان د دفاع وزارت وایی، افغان ځواکونه د هیلي کاپټرو په مرسته دغه ځایی ته ورغلل، او بې له ځنډه یې د سیمې کنټرول تر لاسه کړو.

په افغانستان کې میشت د ایساف ځواکونو یو ویاند وایی، دا د دوی او افغان ځواکونو ګډ عملیات وو.
اخوا وسلوالو طالبانو دعوی کړې، ولسوالۍ یی اوس هم په کنټرول کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG