نیټو ځواکونو بیګا شپه د لیبیا په مرکز طرابلس هوایي بریدونه کړي، چې د لیبیا د سرکاري ټیلي ویژن د وینا تر مخه په دغه بمبارۍ کې یو سکول او یو شمیر نورو ودانیو ته زیان رسیدلی دی، خو د مرګ ژوبلې د تفصیلاتو په اړه یی څه نه ویلي.
دا دریمه شپه ده ، چې د نیټو ځواکونو لخوا په طرابلس هوایی بریدونه تر سره کیږي.
د امریکا ولس مشر باراک اوباما په لندن کې د برتییا وزیر اعظم ډېویډ کیمرون سره په یو ګډ خبري کنفرنس کې وویل، وخت د قذافي خلاف روان دی او بایید هغه له واکه لرې شي، او واک د لیبیا ولس ته وسپاري .