د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سلګونه افغان وسلوال طالبان د سولې بهیر ته ورمات شوي


د مې پر ۲۴ مه نېټه د وسلوالو طالبانو یو غړی خپل توپک د هلمند والي ګلاب منګل ته سپاري او نور یې له جګړې لاس اخیستی
د مې پر ۲۴ مه نېټه د وسلوالو طالبانو یو غړی خپل توپک د هلمند والي ګلاب منګل ته سپاري او نور یې له جګړې لاس اخیستی

نقيب الله متونوال خوست

د افغانستان په غزني او هلمند ولايتونو كې چارواكي وايي،چې په تيرو پنځو مياشتو كې له دوو سوو زيات وسله وال مخاليفين د سولې له بهير سره يوځاي شوي دي.

دوى وايي هغه كسان، چې له مخالفت څخه لاس اخلي دولت به د حرفوي زده كړو او كارموندنې په برخه كې له دوى سره مرسته وكړي چې دغه ډول د خپلو كورنيو د اقتصادي ستونزو د هوارلو او له دولت سره د پرمختګ په كارونوكې ګډ كار وكړي.

د غزني والي موسى خان اكبر زاده تيره ورځ په غزني كې يوي خبري غونډي ته د وينا پرمهال وويل، چې دغوكسانو ته به د كار زمينه برابروي او هم به يي د ژوند د شرايطودښه كيدو لپاره هڅه كوي.

د هغه په وينا، په راتلونكو ورځو كې هم هيله لري، چې ترلسو زيات وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاي شي.

بل خوا د افغانستان د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې هم د دولت پنځه وسلوال مخاليفين د سولي له پروسي سره يوځاى شول.
چارواكي وايې، چې دغه پنځه كسيزه ډلې د سنګين ولسوالۍ په شاوخوا كې له تيرو څلورو پنځو كلو نو راپدې خوا د دولت او نړيوالو ځواكونو پرضد فعاليت كاوه. خو اوس د سيمي د قومي مشرانو او دولت په غوښتنه له مخالفت نه لاس په سر شول د سولې له پروسي سره يوځاى او وسله يې پرځمكه كيښوده.

دهلمند والي محمدګلاب منګل په سنګين ولسوالۍ كې خبريالانو ته وويل، چې د دې كسانو لپاره د ولايت په مركز لښكرګاه او ولسواليو كې د حرفوي زده كړو او كارموندنې په موخه ځينې پلانونه لري تر څو هغه كسان چې له مخالفت څخه لاس اخلي د خپلو كورنيو د اقتصادي ستونزو د هوارلو او د دولت سره د پرمختګ په كارونوكې مرسته وكړي.

د والي ګلاب منګل په خبره، چې په هلمند كې د سولې لړۍ چټكه شوې ده او د قومي مشرانو او مخورو په مرسته یې له نورو مخاليفينو سره هم اړيكې ټينګې كړي دي.
دهمدي پنځه كسيز ګروپ كسانو يو تن په سنګين ولسوالۍ كې خبريالاته وويل، چې دوى په خپلو تيرو كړنو پيښمانه دي او له دولت سره به نور د مخالفت پرځاى مرسته كوي.

د دوى په وينا، چې د دولت نور مخاليفين هم دې ته ليواله دي چې له دولت سره يوځاى شي او له مخالفت څخه لاس واخلي خو كه دولت د دوى لپاره د كاركولو او د ژوند د نورو اسانتياوو زمينه برابره كړي نو دا لړۍ به نوره هم چټكه شي.

د چارواكو په خبره دا لمړی ځل نه دی چې په هلمند کې وسله وال طالبان له دولت سره د سولې پروسې له لارې یو ځای کیږي وړاندې تر دې هم په سنګين او مارجه ولسواليو كې يو شمير وسله والو مخالفينو له مخالفت څخه لاس اخيستى او له دولت سره يوځاى شوي دي. خو وسله وال طالبان له دولت سره يو ځاى شوي كسان خپل ملګري نه بولي.
XS
SM
MD
LG