د لاسرسي ځای

پر نړیوال اقتصادي وضعیت د ای ايم ایف غونډه


لیکنه : جرمني خبري اژانس( دی پی ای )
ژباړه: فریده هوډ سیفي


د اتو صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې کې چې سبا ته په فرانسي کې جوړیږي د نړیوال اقتصادي وضعیت پر مسایلو به پکې خبری کیږي .
ټاکل شوي چې د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د بریتانیا ، کاناډا او یو شمیر نورو هیوادنو له مشرانو سره په دې غونډه کې ګډون وکړي .

داسي ښکاری چې هغه به د اسامه بن لادن تر وژنی وروسته په افغانستان کې خپلو پالیسو ته هم اشاره وکړي . ولسمشر اوباما د القاعده شبکې د مشر تر وژني وروسته ویلی وو چې د اسامه وژنه به په افغانستان کې د متحد ایالاتو ستراتیژي بدله نکړي .

د اسامه بن لادن وژنه به د افغانستان د لانجې په اړه د متحد ایالاتو د ولسمشر ، بارک اوباما په ستراتیژۍ کې بدلون رانه ولي . دا هغه مسله ده چې ښکاري د متحده ایالاتو ولسشمر به دا اونۍ په فرانسۍ کې د نړۍ د اتو صنعتي هیوادنو د مشرانو په غونډې کې ورته اشاره وکړي .

ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما په پاکستان کې د امریکايي کوماندو ځواکونو په لاس د روانې میاشتي په لومړیو ورځو کې د اسامه بن لادن تر وژني وروسته ، له خپل هیواده بهر د سفر په لړ کې د پنجشبي په ورځ فرانسې ته ورسیږي . اوباما به د جی اته یا د نړۍ د اتو صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي .

تمه کیږي چې په دې غونډې کې به د متحد ایالاتو ، بریتانیا ، کاناډا ، فرانسي ، جرمني ، ایتالیا ، جاپان او روسیې مشران په ځانګړې توګه د نړۍ نازک اقتصادي حالت ته ځیر شی او په همدي موضوع به تمرکز وکړي خو بهرني پالیسي به هم په اجندا کې وي .

اوباما د اسامه وژنه یوه ستره بریا بولي خو په افغانستان کې د طالبانو په مشري مخالفو وسله والو ته د ماتی ورکولو په ارتباط په خپل ژمني ولاړ دی .
ولسمشر اوباما روانه میاشت د اوسامه بن لادن تر وژني وروسته وویل دا مبارزه به لا سخته وي .

ولسمشر اباما او امریکايی مقامات په دې ټینګار کوي چې د اسامه وژنه ډیره له اهمیته ډکه مسله ده خو په داسي حال کې چې حتي په کورنۍ او نړیواله سطح دافغانستان پر حالاتو د بیا کتني لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کیږي په افغانستان کې جګړه لا نده ګټل شوې .

د متحد ایالاتو د دواړو ، دیموکرات او جمهوري غوښتونکې ګوند څخه د کانګرس غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره د یوه کره مهال ویش غوښتنه کوي . د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین جوپه د می په شپږمه نیټه وویل د اسامه بن لادن وژنه باید ددی سبب شي چې د جګړې پر هدف له سره غور وشي .

په متحد ایالاتو کې د اسامه تر وژنې وروسته نظر پوښتنې وښودل چې د متحد ایالاتو خلک په پراخه بڼه له جګړې سره مخالف دي . په اکثرو اورپایي هیوادنو کې هم هیڅکله دې جګړې ته عامو خلکو لیوالتیا نه ده ښودلې .
ولسشمر اوباما په نظر کې لري چې له افغانستانه په راتلونکې میلادې میاشت کې د خپلو عسکرو ویستل پیل کړي او د ناټو له خوا د تایید شوي پلان په اساس تر ۲۰۱۴ م میلادې کاله پوری به افغانان ټول امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي .
XS
SM
MD
LG