د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوال ښوونکو نړیواله ورځ




سيدشاه سقيم ،کوټه


د مۍ د مياشتې څلرويشتمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښوونکي د نړيوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي. د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر نن په پاکستان کې د افغان کډوالو په يو شمېر ښوونځيو کې هم د دغې ورځې په وياړ غونډې جوړې شوې وې چې پکې سلګونو قومي مشرانو ، ښوونکيو او زدکوونکيو برخه درلوده. په غونډو کې د ښوونکي مقام ته د درناوي په موخه زدکوونکيو او قومي مشرانو ويناوي وکړې.

د کډوالو په يو ښوونځي کې د پېنځم ټولګې زدکوونکې سايمې مشال راډيو ته وويل چې نن يې د ښوونکي په وياړ ترانه ويلې ده او خوشحاله ده چې د ښوونکي ورځ لمانځي.

(( ما نن دلته په غونډه کې ترانه وويله. معلم له ما سره ډېره مرسته کوي، درس راښيي، خط راښيي ، قلم يې په لاس راکړى دى او نور ډېر شيان را زده کوي. تر اوسه يې خپل نوم را زده کړى دى، د پلار نوم يې رازده کړى، الف بې ، ضرب زباني حساب او نور ډېر څه يې راښوولي دي چې ما ورڅخه ګټه اخيستې ده. ))



په دغه ورځ د نړۍ په نور هېوادونو کې زدکوونکي د خپلو ښوونکيو مقام ته د درناوي په موخه جشنونه کوي او د دغې ورځ په وياړ ښوونکيو ته ځانګړي کارټونه لېږي.

خو د افغان کډوالو په ښوونځيو کې د غونډو پر مهال د ويناوالو د خبرو زياته برخه د ښوونکي در په دره ورځې ، د تنخواوو کمښت او ځينو نورو ستونزو ته ځانګړې شوې وه. د کډوالو د يو ښوونځي استاد محمد عظيم وايي چې په ښوونځيو کې د دغسې غونډو جوړول د زدکوونکيو په پوهه ښه اغېزه او په دې توګه هغه پلرونه چې نه غواړي اولادونه يې زدکړه وکړې دې ته هڅېږي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي .(( په بين الاقوامي سطحه باندې د هر چا د پاره يوه ځانګړې ورځ ټاکل شوې ده. بين الملل د ښوونکيو او استادانو د پاره هم يوه ورځ ټاکلې چې هغه د مۍ د مياشتې څلرويشتمه ده. په همدې مناسبت مونږ هر کال په خپلو ښوونځيو کې دغه ورځ لمانځو چې پکې استادان هم ويناوې کوي خو ډېره برخه يې د زده کوونکيو او قومي مشرانو ويناوو ته ځانګړې شوې وي. د دغې ورځې د لمانځلو له امله په ټولنه کې د علم ارزښت لا روښان کېږي او کوچنيانو ته دغه هيله پيدا کېږي چې بايد د سبا ورځې د پاره له ځان څخه ښوونکى ، ډاکټر يا يو بل پوه انسان جوړ کړي))

کډوال ښوونکي او ماشومان په داسې حال کې د ښوونکي نړيواله ورځ لمانځې چې د کډوالۍ، جلا وطنۍ او ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو له امله زرګونه کډوال ماشومان دا مهال ښوونځيو ته د تګ پر ځاى په ښارونو کې تر ځان درانه کارونه کوي .
XS
SM
MD
LG