د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسیې د خزانې وزیره د ای اېم اېف مشره کېدل غواړي


دفرانس دخزانې وزیرې کرسټین لا ګاغد
دفرانس دخزانې وزیرې کرسټین لا ګاغد
دفرانس دخزانې وزیرې کرسټین لا ګاغدي اعلان کړې چې دنړیوال مالي فنډ یا آيي ایم ایف د مشر تابه لپاره ځان کاندیدوي.

لاګاغدي په پیرس کې یوې خبري غونډې ته ویلي د ايي ایم ایف د مشر دخالي شوې چوکۍ لپاره مقابله کې به برخه اخلي.

دیورپي ټولنې پرمخ تللي اقتصادي قوتونه غواړي چې دآيي ایم ایف مشري په خپلو لاسو کې وساتي.

ددې ادارې وړاندینی مشر دفرانس سټراس کان دا مهال په نیویارک کې په خپل کور نظربند دې، په نوموړي د جنسي تیري تور دې.

آيي ایم ایف به د جون په دیرشمه نیټه خپل نوې مشر ټاکي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG