د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده په کوه قاف کې مرکزونه جوړول غواړي


لیکنه نیشنل انټرسټ

ژباړه منور شاه


دي نیشنل انټرسټ مجلې د القاعده په اړه خپله یوه مقاله کې لیکلي دي چې داسامه بن لادن د وژل کیدو وروسته دا ډله اوس دروس په شمالي کوه قاف سیمه کې ځان له د ځای پیدا کولو هڅه کوي.

دي نیشنل انټرسټ مجله په دې مقاله کې راغلي دي دروس نا آرامه سیمه شمالی کوه قاف چې پکې مسلمانان په اکثریت کې دي او دوړاندې نه پکې وسله والې ډلې شتون لري، القاعده د اسامه دوژل کیدو وروسته دغلته دخپلو اډو جوړولو اراده لري او دا راز چې اول د عرب القاعده په نامه جدا ډله موجوده وه اوس د روس لپاره هم جدا ډله یعنې دروس القاعده جوړه کړی شوې.


مجله لیکي په شمالي کوه قاف کې دسلفي مسلک سخت دریځه اسلامي ډلې موجودې دي چې دروس خلاف یې دتیرو دوو لسیزو راهیسې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړې.

دغه ډلې چې په سیمه کې یوشمیر دترهه ګرۍ پیښو کې ککړې دي د کوه قاف په نامه یو اسلامي ریاست جوړول غواړي.

د مجلې په وینا په شمالي کوه قاف کې دوسله والو ډلو پخواني مشر شامل بساییف له القاعده سره مظبوطې اړیکې لرلې او دهغه نه پس یې موجوده مشر دوکو عمروف دغه اړیکو ته نوره هم وده ورکړې ده.

مجله وايي که په دغه سیمه کې دوسله والو دخواهش مطابق سخت دریزه ریاست جوړ شي نو په خوا اوشا سیمو کې به ناارامي رامنځ ته شي. لکه څنګه چې پرون له افغانستان نه وه، نن دسومالیه نه ده او سبا له به دیمن نه په سیمه کې ناآرامي خوریږي.

د شمالي کوه قاف د وسله والو ډلو سره د القایده نه علاه د منځنی ختیځ ځنې خلکو هم ډیرې مالي مرستې کړې دي او د ۱۹۹۵ په خوا شا کې ایمن الظواهري دغه سیمې ته څو واره تګ راتګ هم کړې دې.

مجله لیکي عمروف دغه خبرونه ردکړي دي چې دبن لادن دوژل کیدو سره به شمالي کوه قاف کې وسله والې ډلې خپل عملیات کم کړي او زیاتوي چې نه یوازې په سیمه بلکه په ټوله نړۍ کې به داسامه دبدل اخیستلو لپاره هم بریدونه کوي.

دي نیشنل انټرسټ مجله په اخر کې وايي د اسامه بن لادن دوژل کیدو سره ترهګري ختمه شوې نه ده او د چیچنیا وسله وال چې اول په افغانستان کې جنګیدل اوس خپلو سیمو ته ستانه شوي دي نو اوس د روس ترڅنګه امریکا له هم پکار دي چې دترهه ګروپرضد خپل جنګ نور تند کړي او شمالي کوه قاف چې پکې ډیره ناارامی روانه ده، ترهګر یې د افغانستان نه پس دبلې اډې په توګه استعمال نه کړي.
XS
SM
MD
LG