د لاسرسي ځای



رپوټ ګل آیاز

د امن او اقتصاد انسټيويټ د ۲۰۱۱ م کال دنړۍ امنيتي رپورټ خپور کړيدی.

انسټيويټ په خپل رپورت کې وايي چې دا پرله پسې دريم کال دی چې د نړی امن له ګواښ سره مخامخ دی.

په ۲۹ هيوادونو کې د ترهګرو بريدونو ويره زياته شويده. په ۳۳ هيوادونو کې پرتشدد مظاهرې شويدي ـ عرب هيوادونو کې اولس پاڅون کړيدی او ليبيا د امنيت په لحاظ ۸۳م درجې ته رسيدلې دې.

آیس لينډ اقتصادي وده کړيده. صوماليه د عراق نه هم زيات خطرناک هيواد ګرځېدلی دی. د رپورټ نورو نتيجو ترمخه د نړۍ تشدد پيښو اقتصاد ته اته اعشاریه ۱۲ ټريلن ډالره مالې زيان رسولی دی او د امريکا امنیت کې ډير لږ بدلون راغلې دې.

انسټيويټ د تر ټولو زيات پرامن او خطرناک هيوادونو درجه بندی کړيده او د دې لپاره یې ۲۵ ټکې ټاکلې وو. په دی کې امنيت، تحفظ، پوځ، سياسې استحکام، ګاونډی هيوادونو سره اړيکې، کورونۍ جګړی او د جرمونو شرح شاملې وی.

پاکستان د ناامنو هیوادونو په لسیټ کې پر ۱۴۶ نمبر دی



د امن او اقتصاد انسټيويټ د درجه بندۍ له مخې د نړۍ ترټولو پرامن هيواد آیس لينډ دی. تير کال ترټولو پرامن هيواد نيوزی لينډ وو. د ۲۰۱۱ کال تر ټولو زيات خطرناک هيواد صوماليه دی چې په درجه بندی کې په ۱۵۳ نمبر دی.

پاکستان کې امنيتي وضعه تير
کال ډيره خرابه وه ځکه په درجه بندی کې په ۱۴۶ نمبر دی. تيرکال پاکستان په درجه بندی کې په ۱۴۵ نمبر وو.

د د امن او اقتصاد انسټيويټ د درجه بندۍ له مخې پرامنه هيوادونو کې جاپان، ډنمارک، چيک رپبلیک، آسټريا، فن لينډ، کينيډا، ناروې او سلوېنییا په لومړیو ۱۰ نمبرونو کې راځي.

په امنيتې توګه تر ټولو خطرناک ۱۰ هيوادونو کې صوماليه، عراق، سوډان، افغانستان، شمالې کوريا، کانګو، روس، پاکستان، اسرایيل، د منځنۍ افريقا رپبلیک او ليبيا شامل دي.

د دی نه علاوه په درجه بندۍ کې قازقستان په ۹۳ نمبر، کرغزستان په ۱۰۴ نمبر، ترکمانستان په ۱۰۸ نمبر، ازبکستان په ۱۰۹ نمبر، ايران په ۱۱۹ نمبر، امريکا په ۸۲ نمبر، متحده عرب امارات په ۳۳ نمبر، مصر په ۷۳ نمبر، چين په ۸۰ نمبر، سعودی عرب په ۱۰۱ نمبر، بحرين په ۱۲۳ نمبر او هند په درجه بندۍ کې په ۱۳۷ نمبر دی.
XS
SM
MD
LG