د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خپلې تګلارې بدلولو حس نلري


نیشنل انټرسټ/احمد رشید

ژباړه ملیحه امیرزاده

په نیشنل انټرسټ مجله کې لیکوال احمد رشید ليکي په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژل کیدلو درې هفتې وروسته ، اوس هم د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات کړکیچن دي

. لیکوال وایی داسې ښکاري چې پاکستان به د امریکا سره لږ تر لږه معامله کول غواړي که څه هم امریکا ترې د سختو خو د لا ښه اړیکو غوښتنه کوي.

د مثال په توګه په لنډي کوتل کې د ناټو ځواکونو لپاره په تیل اوړونکي ټانکر باندې برید په داسې ځایی کې شوې وو چې امنیت یی ډیر سخت وي. د دې پيښې له امله ۱۴ بې ګناه کسان ووژل شول. چې تر شا یی د شکمنو طالبانو لاس بلل کېږي.

لیکوال وایي، د پېښې په دویمه ورځ حکومت د امنیت د کمي په بنیاد دا لاره وتړله. د پیښې نه وروسته د پاکستان تحریک انصاف مشر او د کرکټ پخوانی تکړه لوبغاړی او ناکامه سیاستوال عمران خان چې ویل کېږي له پوځ سره نیږدې اړیکې لری، د ناټو لپاره سامان وړونکي کاروانونه د تل لپاره تړلو په مقصد یی په ټول ملک کې یو غورځنګ شورو کړ. خو لیکوال وایی د دې کاروانونو سره تړلې په زرګونو هغه خلک چې دا یی کار روزګار دې، ورته پرې د څه ویلو اختیار نیشته. او نه یی څوک تپوس کوي.

لیکوال لیکي د دې برید نه یوه هفته مخکې د پاکستان د استخباراتي ادارې د آی ایس آي مشر جنرال شجاع پاشا د پارلیمان په ګډه غونډه کې د ایبټ آباد د پيښې جزیات بیان کړ چې څنګه له پاکستاني ریډار، امنیتي ځواکونو او یا د پولیسو نه آمریکایی پوځیان بچ پاتې شو. او په پټه یې د القاعده مشر اسامه بن لادن پر ضد عملیات سر ته ورسول.

په دې موقع د پاکستان عوام ډیره تمه لرله چې پوځ به خپله ذمه واری قبوله کړي. او داسې څه لږ وخت لپاره و هم شوه کله چې شجاع پاشا بخښنه وغوښتله او ویې ویل چې استعفی یی ورکړې . خو وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ونه منله. چې پرې د پاکستان ولس هک پک پاتې شو.

د دیو هغه ټول امیدونه په ځای پاتې شو چې د پاکستان د پارلیمان له طرفه به د پوځ د امنیت په ایجنډا کې بدلون مخې ته راشي. د دوی مشران د پاکستان د ملي حاکمیت نه د سرغړونې په ترڅ کې د امریکا خلاف شو.

لیکوال وایی دا چې اسامه بن لادن د تیرو لسو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیدلو دا د دوی په خیال کې د دې هیواد د ملي حاکمیت سرغړونه نه وه.

لیکوال زیاتوي وروسته بیا د پاکستان پوځ د پارلیمان نه د واضحه حکم ورکولو غوښتنه وکړه. چې د پاکستان واکمن ګوند په ډیره آسانه د پاکستان د پوځ ستاینه او پر امریکا یې تورونه لګول شورو کړل . او هم د پوځ بې اعتباره پالیسي یی بیا نافذه کړه.

لیکوال د پاکستان صدر آصف علي زرداري په اړه لیکي چې د دې پيښې نه په پاکستان د بدو اثراتو پریوتلو او له اول نه اغیز من شوې اقتصاد ته د لومړیتوب ورکولو پر ځای د خپل ځان او د راتلونکي کال د انتخاباتو په اړه فکر کوي. چې د هغه په فکر د پوځ ملاتړ سره پکې بیا بریالې کیدې شي. نو ځکه پارلیمان داسې قرارداد وړاندې کړ چې پکې امریکایي بې پایلټه ډرونون الوتکو په نښه کول او د ناټو لپاره د سامان وړلو پر مخ لاره تړل شامل دي.

لیکوال زیاتوي په داسې وخت کې د پاکستان د مخالفه ګوند مشر نواز شریف په ورستیو کې یو مناسب بیان مخې ته راغلو چې ویلي یې وو امنیتي او استخباراتي ادارو ته پکار نه ده حکومت را اوغورځوي.

خو بیا څو ورځو وروسته د پنجاب وزیر اعلی او د هغه ورور هم هغه وکړل چې څنګه نورو کول. نوموړي د امریکا د مرستندویه پرمختیای ادارې یو ایس اې آی ډي ۶ پروګرامونه د غیرت په نامه و ځنډول. چې تر ټولو زیات اثر په هغه خلکو پریوتلو چې د دې پروګرام نه ترې یی ګټه تر لاسه کوله.

لیکوال لیکي القاعده یا طالبان د حکومت د غیرت دې نمایش ته اهمیت نه ورکوي. بلکه په خیبر پښتونخوا شبقدر کې یی د ایف سي ځواکونو د تربیت په مرکز برید وکړ چې پکې ۹۸ سرتیري ووژل شول او څه باندې سل نور یې ژوبل کړل. او دا یی د بن لادن د مرګ غچ وباله.

د لیکوال په خبره په ورستیو کې پاکستان ته ورغلي امریکایی سینیټر جان کیري دا ویلي وو چې پاکستان دې د ترهګرۍ پر ضد کلک ګامونه پورته کړي او دا چې د دواړو هیوادونو تر مینځ اړيکي به نور د خبرو تر حده نه بلکه په عملی بینادونو ولاړې وي.

لیکوال وایی پاکستان هغه هیواد دې چې پکې د امریکا هند او یا د ترهګرو لخوا د نوې پارونې په ترڅ کې د ګامونو تعین کولو حس ډیر کمزورې دې. او نه هم بیړه لري چې د خپلې سټراټیژۍ لوری واړوي.
XS
SM
MD
LG