د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسني مبارک له تخته تر عدالته


د مصر لرې کړل شوي پخواني ولسمشر حسني مبارک او د هغه دوه زامنو باندې به د جرمونو په یو عدالت کې د حکومت ضد مظاهرچیانو و وژلو او د بډې رشوتونو د تورونو پر سر قانوني کاروایی کیږي.

د عدالت د څارنوال د بیان تر مخه مبارک او د هغه زامن الا او جمال باندې تور دې چې پرامنه مظاهرچیانو د وژلو تر شا یی لاس دی.

د مبارک زامن الا او جمال


دوی باندې دا تور هم دی چې د خپلو چوکو نه یی نا وړه ګټه تر لاسه کړې او د فنډونو نا سم استعمال یې کړې.

مبارک دا وخت په شرم الشیخ کې په یو پوځي روغتون کې تر درملنه لاندې دی. او زامن یی د قاهره په یو زندان کې بند دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG