د لاسرسي ځای

د وران شوي هیلي کاپټر ملبه امریکا ته سپارل شوې


د د هغه وران شوي امریکايي هیلي کاپټر تصویر دی چط د اسامه بن لادن پر ضد کاروايي کې د برخې اخیستو پر مهال نسکور شوی وو

د د هغه وران شوي امریکايي هیلي کاپټر تصویر دی چط د اسامه بن لادن پر ضد کاروايي کې د برخې اخیستو پر مهال نسکور شوی وو

د امریکا د پوځ مرکز پینټګان وایی پاکستان امریکا ته د هغه وران شوي هیلي کاپټر ملبه واپس کړې چې د القاعده مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره په عملیاتو کې استعمال شوې و.

د پینټګان ویاند کرنل ډیو لیپین ویلي چې د هیلي کاپټر برخې ورته د تيرې هفتې په آخره کې ورکړل شوي دي. دغه هیلي کاپټر ویل کیږي بلیک هاک یو ایچ ۶۰ و چې په ریډار نه معلومیږي.

د روانې میاشتې پر دویمه نېټه د پښتونخوا په ایبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن پر وړاندې د امریکایی کاروايي وروسته چې پکې هغه ووژل شو د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات کړکیچن شوي دي .

پاکستان هغه کاروايي د خپل ملي حاکمیت پر وړاندې سرغړونه بولي.
XS
SM
MD
LG